Jump to content

User:امیر جان احمدزی

From Wikipedia, the free encyclopedia

                په افغانستان کښی د ځنګون لاندی پری شوی اندام لپاره مصنوعی اندامونو جوړول

په افغانستان کښی د ۱۳۵۸ هجری شمسی کال څخه د مخه هیڅ ارتو پیدی (دمصنوعی غړود جوړولو) مرکزموجود نه وه او په پښوکی کوچنی سوشکل او یا ضربی انسانان د تل د پاره د لکړواستعمال ته اړ ایستل.

کله چه شوروی په افغانستان یرغل وکړ او د هغه په نتیجه کښی په زرګونوانسانان معلول شول د لمړی ځل لپاره په ۱۳۵۹کال کښی د مصنوعی غړو د جوړولومرکزدکابل په وزیر اکبر خان مینه کښی جوړ شو چه د خورا لږو امکاناتو درلودونکی و. خو د وخت په تیریدو سره د سره صلیب نړیوالی کمیټی افغانستان ته را ودانګل او لمړنی ارتو پیدی مرکز یی په کابل کښی پرانیست همدا ډول نورو مرکزونو هم په مختلفو سیمو کښی پکار پیل وکړ.

په لمړیو کلونو کی د ځنګانه لاندی پری شوو غړو د پاره د بدن ټول وزن  یوازی د ځنګون لاندی او شاتینی بر خی باندی اچول کیده چه دوخت به تیریدو سره دی نا برابر فشار د پښی پاته برخی ته ډول ډول مشکلات پیدا کول لکه د شاتینی فشار له کبله د مایع ټو لیدل (اپسی) ، د وینی ددوران مخنیوی، بی ثباته ګرځیدل او نورمشکلات.

د نو موړو مشکلاتو او ناخوالو د له منځه وړلو لپاره یوازینی د حل لاره د بشپړتماس پر مختللی سا کت دی د نوموړی ساکت په تطبیق سره ډیری مشکلات په بشپړه توګه حل شویدی او ددی ساکت په تطبیق سره فشارونه په تول ستمپ باندی ویشل کیږی چه په نتیجه کی دوینی دوران په ښه دول تر سره کیږی ، د پاړسوب مخنیوی کوی او مریض د ښه حسیت څخه بر خمن کیږی د بشپړتماس لرونکی ساکت ما مختلفو مریضانو ته په خپل مرکز کښی تطبیق کړی او ډیری مثبتی پایلی یی لرلی دی. له دی کبله زما مشوره ټولو هممسلکانو ته د بشپړ تماس ساکت تطبیقول دی.