Jump to content

User:Fazal agha

From Wikipedia, the free encyclopedia

احوال الصحابه

عشرة مبشرة و ازواج مطهرات



ترتيب کوونکی: سيد فضل الرحمن



بسم الله الرحمن الرحیم


سريزه


د الله متعال ډېر شکر او حمد ادا کوم چې ماته يې د دې مونوګراف د ليکلو توان راکړ.


په احوال الصحابه کې مخته تګ او پراخوالۍ هره برخه يې د درياب په شان ده، ځکه صحابوو اسلام راوړل، هجرت، جهاد، عبادت، پر اسلام د دوي بې سارې قرباني، د الله او هغه د رسول محمد صلی الله عليه وسلم سره د دوی مينه، خپلو کې د يو او بل سره اخلاق او تقوا، دا نه ختمېدونکی علم دی.

خو ما فکر وکړ چې بايد د احوال الصحابه په اړه يو مونوګراف ترتيب کړم چونکې د احوال الصحابه په اړه زيات کتابونه شته نو مې بيا مې د احوال الصحابه تر عنوان لاندې عشرة مبشرة او ازواج المطهرة احوال په لنډ ډول راواخيستل.


عشرة مبشرة هغه صحابه رضي الله عنهم دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په همدې دنيا د جنت زېرۍ ورکړی.

د عشرة مبشرة حديث مبارک

عن عبد الرحمن بن عوف أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: أبو بكر في الجنة, وعمر في الجنة, وعثمان في الجنة, وعلي في الجنة, وطلحة في الجنة, والزبير في الجنة, وعبد الرحمن بن عوف في الجنة, وسعد بن أبي وقاص في الجنة, وسعيد بن زيد في الجنة, وأبو عبيدة بن الجراح في الجنة. رواه الترمذي


د دې څخه وروسته مې ازواج المطهرة يعني د رسول الله صلی الله علیه وسلم يولس بيبياني چې أمهات المؤمنين د (مسلمانانو مېندې) دي د هغوي په اړه مې احوال سره ترتيب کړله.




                   


حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالی عنه[1]


نوم او نسب

اصلي نوم يې عبدالله بن عثمان بن عامر بن عمرو بن کعب بن سعد بن تيم بن مرة بن کعب بن لوئ القرشي التميمي.

د پلار اسم کنيت يې ابوقحابه، صحابي ؤ.

د ابوبکرصديق رضي الله عنه او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نسب په اووم پشت کې سره يو ځای کیږي.

د مور له لورې نسب يې:

ام الخير بنت صخر بن عامر بن کعب بن سعد بن تيم بن مرة.کنيت ابوبکر او لقب یې صدیق او عتيق دی .

د مور اصلي نوم يې سلمی او ام الخيريې کنيت وو.


ام المؤمنين حضرت عايشة رضي الله عنها فرمايي: چې حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه د رسول الله صلی عليه وسلم په خدمت کې حاضرشو، نو رسول الله ورته وويل: ( أنتَ عتيقُ اللهِ مِن النَّارِ )

(ته الله جلّ جلاله د جهم څخه ازاد کړې) نو دهغه ورځې څخه دا د ابوبکر صديق لقب شو. صحيح الترمذي


د صديق لقب هم رسول الله صلی الله علیه ووسلم ورکړی دی.

چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج څخه راغی، مشرکينو ته ډېره تعجبه معلومېدله، نو مشرکينو پر رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې ډېر پروپانګند وکړل، نو هغه وخت ابوبکرصديق رضی الله عنه وويل( أشهد أنک رسول الله) زه شاهدي ورکوم چې ته د الله رسول الله يې.

نو رسول الله ابوبکر ته د صديق لقب ورکړ.


ابوبکر صديق رضي الله عنه پيدائش:

چې کله رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات کې دی دغه وخت کې رسول الله د ۶۳ کاله وو، بيا وروسته ابوبکرصديق رضي الله عنه دوه کاله خلافت وکړ د دوه کاله خلافت وروسته ابوبکر صديق هم د ۶۳ کلنۍ په عمر کې وفات شو، يعني تر رسول اکرم صلی علیه وسلم دوه کاله کشر وو.


حضرت ابوبکر صديق مېرمنې او د هغوي څخه يې اولادونه:

قتيله يا قتله: ددې څخه يې يو عبدالله رضی الله عنه او بل اسماء رضی الله عنها.

ام رمان بنت عامر رضي الله عنها: دا د أم المؤمنين حضرت عايشې او حضرت عبدالرحمن رضي الله عنهما مور وه.

اسماء بنت عمیس رضي الله عنها: د دې څخه محمد بن ابي بکر پيدا شو.

حبيبه بنت خارجه رضي الله عنها : ددې څخه ام کلثوم رضي الله عنهما پيدا شوې وه چې دا د ابوبکر صديق تر ټولو کشره لور وه.


يعني د ابوبکرصديق رضي الله عنه درې ځامن: عبدالرحمن ، عبدالله، او محمد.

او درې لورګاني: اسماء، ام المؤمنين عايشة رضي الله عنها، او ام کلثوم.


امام المغازي موسی بن عقبه رحمه الله وايي: يوه صحابي ته هم مسلسل څلور پشت د صحابيت نه دی حاصل شوی مګر يوازې ابوبکر صديق رضي الله عنه ته حاصل شوی، ځکه پلاريې ابوقحافه رضي الله عنه څخه بيا د ابوبکرصديق لور حضرت اسماء د زوي عبدالله پوري د رسول الله  صلی الله عليه وسلم صحابيت ورته حاصل شوی دی.

همدارنګه حضرت ابوبکر صديق د رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی خوږ ملګری او د رسول الله څخه وروسته د اسلام لومړی خليفه وه


د حضرت ابوبکرصديق ژوند:

حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه د اسلام څخه تر مخه يو بډای سوداګر وو چې په ديانت، ريښتونولۍ او امانتدارۍ کې يې نوم درلود.

د مکې اوسېدونکو به دده د علم، تجربې، نرم مزاج او کړو وړو له امله ډېر عزت کاوه.

حضرت ابوبکرصديق د قريشو په ښه او بد حالاتو به يې پوره ځان خبردار ساته، او د قريشو په نسب کې یې زیاته پوهه درلودله، ځکه عايشة رضي الله عنها څخه روايت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: يقيناً د ابوبکر صديق رضي الله عنه څخه د زیاتو قريشو د نسبونو علم شته.

حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وړوکوالی ملګری وو، د سوداګرۍ په سفرونه کې به ورسره ملګری وو او ډېره مينه به يې د رسول الله صلی لله علیه وسلم سره درلودله.


رسول الله صلي الله علیه وسلم حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه ته د اسلام دعوت:

حضرت عايشه رضي الله عنها فرمايي يو ورځ حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه د کور څخه ووتی او د رسول الله صلي الله علیه وسلم يې ملاقات وکړ او حضور پاک ته يې وويل چې اې ابوالقاسمه چې دا د رسول الله اسم کنيت وو¸څه خبره ده چې ته د قوم په مجلسونو کې نه حاضرېږې، ايا دا رشتيا ده ؟ کوم څه چې قریش وايي چې تاسو زموږ معبودونو پرې ايښي دي، موږ ته جاهلان وايې ، زموږ پلارونو او نيکونه کافران بولې؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل هو دا ريشتيا ده زه د الله جلّ جلاله رسول او نبي یم، الله تعالی زه د دې لپاره رالېږلی يم چې زه د الله پيغام ورسوم، زه په یقين سره تاته دعوت درکوم قسم په الله بېشکه حق دادی چې الله جلّ جلاله يو دی او هيڅ شريک نه لري او د الله ماسېوا د بل هيچا عبادت مه کوه او هميشه د الله اطاعت کوه د دې څخه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم قران تلاوت کړ او ابوبکر صديق رضي الله تعالی عنه واورېده او اسلام يې راوړ، د بتانوعبادت یې پرېښود او د اسلام د حقانيت اقرار يې وکړ، د ايمان او تصديق سره واپس شو.

یو روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي ما چې هر چا ته د اسلام دعوت ورکړی دی هغه د خپل سوچ ،فکر او ځنډ وروسته اسلام قبول کړی دی مګر ابوبکرصديق رضي الله عنه بې له کوم ځنډ څخه فوراً اسلام قبول کړ.

حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره هر وخت يو ځای وو او حضرت محمد صلي الله عليه وسلم امانتداري، ښکلي اخلاق، نرم طبيعت، او هيڅ وخت به يې په خپلو خبرو کې درواغ نه ويل، نه به يې د چا غيبت کاوه، دا هر څه ابوبکر صديق ته معلوم وه نو ځکه يې بې له سوچ او فکر او وخت غوښتلو د رسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت قبول کړ او اسلام يې راوړ.

بخاري شريف حديث دی چې، ابودرداء روايت دی: فرمايي يو ځل د حضرت ابوبکرصديق او حضرت عمر رضي الله عنهما په څه باندې جګړه شوه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل کله چې الله جلّ جلاله زه تاسو ته راولېږلم هغه وخت ټولو ويل چې دی غلط وايي مګر ابوبکرصديق وويل چې دا رشتيا وايي په خپل ځان او مال يې زما مرسته وکړله، نو آيا تاسو زما دا ملګری زما په وجه پرېږدی؟ دا جمله رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه ځلې تکرار کړله.

د دې څخه وروسته ابوبکرصديق ته هيچا تکليف نه دی ورکړی، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې خبري څخه معلوميږي چې اول اسلام ابوبکر صديق راوړی دی.


مولانا يوسف کاندهلوی رحمه الله وايي: زما د معلوماتو مطابق، حضرت عثمان بن عفان¸حضرت طلحه بن عبیدالله، حضرت زبير بن العوام، حضرت سعد بن ابي وقاص، حضرت عثمان بن مظعون، حضرت ابو عبيده بن الجراح ، حضرت عبدالرحمن بن عوف، حضرت ابو سلمه بن عبدالاسد او حضرت ارقم بن ابوالارقم د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په دعوت د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې اسلام قبول کړ، دا هغه کسان دې چې د اسلام په قبولو کې يې مخکې والي وکړ.

د حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه هجرت


حضرت عايشه رضي الله عنها وایي: داسې ورځ به نه وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به زموږ کور ته په سهار او ماښام کې نه وو راغلی چې کله د مکې کفارو مسلمانان زيات په تکليف کړل  نو حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه حبشې ته د هجرت په نيت لاړ، چې کله مقام برک غماد ته ورسېدی هلته يې د ابن الدغنه سره ملاقات وکړدا د قاره قوم سردار وو.

هغه ورته وويل اې ابوبکره چيري روان يې؟

ابوبکرصديق رضي الله عنه ورته وويل: چې خپل قوم قريشو ويستلم، زه غواړم چې په ځمکه کې وګرځم سياحت وکړم او د الله تعالی جلّ جلاله عبادت وکړم.

ابن الدغنه ورته وويل: اې ابوبکره تاسو بايد څوک ونه باسي او نه ته خپله ووځې! ته د غريبو سره مرسته کوې، صله رحمي کوې، د نورو خلګو دروند بار پر خپل اوږه اخلې، مېلمه پاله يې او پر حق باندې قايم د د مصيبتونووالا سره کمک کوې.

بیا سردار ابن الدغنه ورته وويل: زه تاسو ته پناه درکوم او خپل ښار ته بيرته وګرځه او هلته د الله جلّ جلاله عبادت وکړه.

نو د قوم سردار ابن الدغنه د ابوبکر صديق سره ماښام يو ځای د قريشو سردارانو ته راغی او هغوي ته يې وويل:

يقيناً د ابوبکرصديق غوندې انسان به نه د مکې څخه خپله وځي او نه به يې څوک وباسي، آیا تاسو داسې خو نفر باسئ چې هغه د غريبو لاسنيوی کوي، صله رحمي کوي، د نور بار خپل په اوږه اخلي، مېلمه پاله د، او پر حق باندې قايم د مصيبتونو والا سره مرسته کوي.

قريشو د ابن الدغنه پنا قبوله کړل او ابن الدغنه ته یې وويل چې ابوبکرصديق پوهه کړه چې د خپل رب عبادت دې په خپل کور کې کوي، هلته دې لمونځ کوي او قران کې چې څه لولي هغه دې کور وائي، ليکن په دې سره دې موږ ته ضرر نه رسوي او نه دې خلګو ته وړاندې کوي، ځکه وېره لرو چې زموږ ښځې او ماشومان په فتنه کې وانه چوي.

ابن الدغنه ابوبکرصديق ته په مکه کې د اوسېدلو لپاره د کفارو ټوله شرائط او خبري بيان کړلې.

نو ابوبکرصديق رضي الله عنه د سوچ او فکر وروسته د خپل کور په صحن کې يو مسجد جوړ کړ او هلته يې خپل لمونځ، عبادت او د قران کريم تلاوت کاوه، او هلته به د مشرکينو ښځې او ماشومان ورتلل دده د قران کريم تلاوت به يې اورېده او په تعجب کې به وه، حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه به ډېر ژړوونکی انسان وو، چې د قران کريم تلاوت به يې کاوه نو زیات به يې ژړل.

د مشرکينو قريشو سردار ووېرېد او ابن الدغنه يې راوغوښت او ورته وويل يې کوم شرائط چې موږ په ابوبکر ايښي وه د هغه خلاف يې د کور په صحن کې مسجد جوړ کړی دی اوهلته ورزي لمونځ کوي او په لوړ اواز قران لولي، او موږ د دې خبري څخه وېريږوچې زموږ ښځې او ماشومان ګمراه نه کړي نو لهذا تاسو ابوبکرصديق ددې کار څخه بند کړئ او خپل په کور کې دې پټ عبادت کوي، که بيا ابوبکر ونه منل نو ورته ووايه چې ستاسو پناه موږ بيرته رد کوو که څه هم موږ ستاسو پناه رد کول نه غواړو خو دا هم نه غواړو چې ابوبکر دې په ښکاره عبادت وکړي.

بي بي عايشه رضي الله عنها فرمايي: بيا ابن الدغنه ابوبکرصديق رضي الله عنه ته وويل په کومو شرائطو چې ما تاسو ته پناه درکړې ده هغه تاسو ته معلوم دي، يا په هغه شرط راسره قائم شه او يا زما پناه بيرته راکړه، ځکه زه نه غواړم چې کوم کس ته ما امن ورکړی وي او قريشو دې د هغه امن مات مات کړي.

ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته وويل ستاسو پناه ما بيرته تاسو ته درکړه، زه د الله عزوجل پر پناه راضي يم.

همدا رنګه ابوبکرصديق رضي الله عنه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لپاره زیاتي قربانۍ ورکړي، همدا وجه وه چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم زيات ګران وو او ابوبکرصديق رضی الله عنه ته يې په ژوند کې څو ځلې د جنت زېرۍ هم ورکړی دی، يو مشهور حديث شريف چې د جنت زېرۍ د لسو کسانو لپاره دی په هغه کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ابوبکرصديق رضي الله عنه هم ذکر کړی.


ابوبکر د خپل خلافت په دور کې قران کريم په يوه نسخه کې سره راجمع کړ، چونکه هغه وخت قران کريم په يو نسخه کې نه ؤ بلکې ځينو صحابو ته به ياد وو ځينو به په پوستکي کې سورتونه ليکلي وه ځينو به په پاڼو ليکلی وو، خو به هرحال هرکله چې د يمامه به جنګ کې د قران کريم زيات حافظان په شهادت ورسېدل، نو ابوبکرصديق ته د حافظانو د شهادت وروسته دا فکر ورته پيدا شو چې قران کريم له منځه لاړ نشي نو فوراً يې ټول قران کريم د اصحابو کرامو په همکاري په يوه نسخه کې را جمع کړ، او محفوظ يې کړ.



حضرت عمرفاروق رضي الله عنه


نوم اونسب يې:

عمر بن خطاب بن نفيل بن عبدالعزی بن رياح بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدی بن کعب بن لوئ بن غالب بن فهرالقرشي العدوی.

د عمر بن خطاب نسب د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د نسب د کعب بن لوئ سره يو ځای کيږي.

موريې: (حنتمه بنت هشام)


مېرمني او اولاد يې:

۱. زينب بنت مظعون رضي الله عنها، ددې څخه يې دوه زامن او يوه لور درلودله:

 ۱. عبدالله بن عمر رضي الله عنهما  ۲. عبدالرحمن بن عمر رضي الله عنهما

۳. ام المؤمنین حفصه بنت عمر رضي الله عنها


۲. ام کلثوم بنت جرول رضي الله عنها، د دې نوم مليکه هم ده چې د دې څخه يې دوه زامن درلودل:

 ۱. زيد بن عمرالاصغر ۲. عبيدالله بن عمر

عمر فاروق رضي الله عنه داسلام راوړلو په وخت کې ام کلثوم ته طلاق ورکړ.


۳. جميله بنت ثابت رضي الله عنها، د دې يې يو زوي درلودی: عاصم بن عمر


۴. ام کلثوم بنت علی رضي الله عنها، چې دا د حضرت فاطمې رضي الله عنها لور وه:

امام بن سعد رحمه الله وايي چې د دې څخه يې يو زوي او يو لور درودله :

 ۱. زيد بن عمر  ۲. رقيه بنت عمر


۵. عاتکه بنت زيد، د دې څخه يو زوي درولود: عياض بن عمر.


۶. ام حکيم بنت الحارث، د دې څخه يې يوه لور درلودل: فاطمه.


او دوې يې مينځې درلودلې:

لهيه، چې د هغې یو زوي عبدالرحمن اصغر يا اوسط درلودی

فکيه، چې د دې څخه يې کوچني لور درلودله: زينب


د عمر فاروق رضي الله عنه ۱۳ اولاده درلودل.


کنيت يې ( ابو حفص)

چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د بدر په غزا کې په همدې نوم ياد کړ.

لقب يې ( الفاروق)

يعنې د حق او باطل تر منځ توپير کوونکی


عمرفاروق رضي الله عنه د عام الفيل د واقعې څخه ۱۳ کاله وروسته پيدا شوی

او چې کله په شهادت ورسېدی د ۶۳ کاله يې عمر وو.


ژوند يې


عمرفاروق رضي الله عنه په کوچنيوالي کې خپل د پلار اوښ ګرځاوه او کله به يې لرګي راټولول د جهالت په وخت او اسلام راوړلو په وخت کې يې تجارت کاوه.

د حضرت عبدالله بن مسعود څخه روایت دي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله (جلّ جلاله) څخه دا دعا وغوښتل : چې اسلام ته په عمربن خطاب او يا ابوجهل بن هشام په ذريعه قوت ورکړې.

چې الله تعالی يې دا دعا د حضرت عمرفاروق رضي الله عنه په حق کې قبوله کړل او د اسلام بنياد يې د عمرفاروق په ذريعه مضبوط کړ.

حضرت عمر فاروق رضي الله فرمايي: زه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د لوی دښمنانو څخه وم، کله چې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم ته حاضر شوم او کېناستم رسول الله صلی الله عليه وسلم زه تر ګرېوان ونيولم او دا يې راته وويل يې، مسلمان شه! او د دې دعا په ویلو سره د الله څخه هدايت وغواړه، ما هم ژر وويل:

آشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أنک رسول الله

د عمر فاروق رضي الله عنه په اسلام راوړلو سره حاضر صحابؤو دومره په زور سره تکبير ووايه چې د مکې په کوڅو کې اورېدل کېدی.

الله متعال حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته عجبه غيرت ورکړی ؤ، د اسلام اول وختونه وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابؤو به د مشرکينو په پټه عبادت کاوه.

د عمر فاروق رضي الله عنه زوي عبد الله ابن عمر فرمايي: چې کله حضرت عمر فاروق رضي الله عنه اسلام راوړ، (جميل بن معمر جمحي) نومې يو نفر، دا هغه نفر وو چې خبربه يې ژر مشور کاوه، نو د سهار په وخت کې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه جميل بن معمر ته ورغئ او ورته يې وويل:

اې جميل!  آيا ته خبر يې چې زه مسلمان شوی يم او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په دين کې داخل شوی يم.

جميل دې وخت کې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ته څه ونه ويل ولاړ شو او روان چې حضرت عمر فاروق هم تر شا په پسې روان شو جميل چې کله د حرم دروازې ته ورسېدی او په بيا يې په زوره غږ وکړ: اې قريشو ښه يې واورئ، د خطاب زوي عمر بې دينه شو.

حضرت عمرفاروق رضي الله عنه د جميل وروسته په زوره وويل چې دی غلط وايي، زه مسلمان شوی يم او کليمه شهادت يې هم تېره کړل.

عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه وايي: چې کله حضرت عمر فاروق اسلام قبول کړ نو هغه وخت څخه موږ په عزت سره شولو.

عمرفاروق رضي الله عنه د ابوبکرصيق رضي الله عنه د وفات وروسته د مسلمانانو لپاره دوهم خليفه وټاکل شو.

عمرفاروق رضي الله عنه د حکومت په سياست او اداره کې يو بااستعداده  اوپوه شخصيت وو، هغه د خپل واکمنې پرمهال د مسلمانانو په يووالي زيات کار وکړ، عمرفاروق په خپل حکومت کې زيات عادل او د دې تر څنګ صادق هم وو، غيرت خو يې د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په وخت کې خلګو ته معلوم وو.

نن سبا چې د نړۍ د حکومتونو کوم نظم دی د دې بنسټ عمرفاروق رضي الله عنه ايښی دی.


همدارنګه عمر بن خطاب د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ډېرو غزاګانو شرکت کړی دی، لکه:

د بدر غزا، احد ، بني نضير، خندق، بني قريظه، صلح حديبيه، خيبر، حنين، طائف، تبوک، حج الوداع...

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت په دور کې زيات هيوادونه فتحه کړل لکه:

دمشق، بيت المقدس، مصر، عراق او فارس...

عمر فاروق رضي الله عنه لس کاله شپږ مياشتې او څلور ورځې خلافت وکړ.

د ۶۳ کلنۍ په عمر کې د ذی الحجه په ۲۳، ۲۵يا ۲۵ شهيد سو او د بي بي عائشې رضي الله عنها په حجره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ابوبکر صديق رضي الله عنه ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.

انالله اناالیه راجعون


حضرت عثمان ذوالنورین رضي الله عنه


نوم او نسب:


عثمان ابن عفان بن ابي العاص بن امید بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصی بن کلاب...

نسب يې په عبدمناف کې د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د نسب سره يو ځای کيږي.

مور يې: اروی بنت کريز بن ربيعه بن حبیب بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصی...


کنيت: د جاهليت په دور کې کنيت ابوعمرو وو، چې کله يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور حضرت رقيه بنت رسول الله په نکاح کړل بيا د هغې څخه الله تعالی د عبدالله په زوی ورکړ بيا د ده کنيت ابو عبدالله شو.

لقب: ذوالنورين يې لقب دی دا ځکه چې علامه بدرالدین عيني د بخاري په شرح کې ليکلي چې د عثمان رضي الله عنه په نکاح کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دوې لورګاني راغلي دي، چې تر اوسه دا تبرک او مقام چاته نه دی حاصل شوی.

پيدائش: د عام الفيل د واقعې څخه شپږ کاله وروسته پيدا شوی دی، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه شپږ کاله کشر دی، او بعضي وايي چې په طائف کې پيدا شوی دی.


د عثمان رضي الله عنه کورنۍ:


رقيه بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د هغې څخه يو زوي عبدالله بن عثمان لري.


ام کلثوم بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا د رقيې رضی الله عنها د وفات څخه وروسته حضرت عثمان رضي الله عنه په نکاح کړه.


فاخته بنت غزوان: چې د دې څخه يې يو زوي عبدالله الاصغر درلودی.


ام عمرو بنت جندب الازدية: چې د دې څخه يې عمرو، خالد، ابان، عمر او مريم درلودله.

فاطمه بنت وليد بن عبد شمس بن مغيره المخزوميه : د دې څخه يې وليد، سعد، ام سعد درلودله.


ام البنين بنت عيينه بن حصن الفزاريه: د دې څخه يې يو زوي عبدالملک درلودی.


رمله بنت شيبه بن ربيعه الامويه: چې د دې څخه عائشه، ام ابان، ام عمرو.


نائله بنت فرافصه الکلبيه: دا نصراني ووه چې وروسته يې ايمان راوړ اوښه مسلمانه ثابته شوه.


د عثمان رضي الله عنه ټوله نهه زوامن وه او اوه لورګاني يې وې.

حضرت عثمان رضي الله عنه يوه خور يې هم درلودله چې نوم يې آمنه بنت عفان وه.


د عثمان بن عفان رضي الله عنه ژوند:


حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عمرفاروق رضي الله عنه د شهادت څخه وروسته د اسلام او د مسلمانانو لپاره دريم خليفه ؤ.

د جاهليت په دور کې چې کله عثمان رضي الله نه ، مسلمان شوی، د عثمان رضي الله عنه مقام په خپل قوم کې ډېر اوچت او افضل ؤ ځکه عثمان رضي الله عنه ته الله تعالی ښه خويونه ورکړي وه لکه شرم او حيا، عدل، حلم تواضع، نېک اخلاق، د دې ترڅنګ ډېر مالداره او سخي شخصيت ؤ، د قوم خلګو به دده سره زياته مينه کول.

عثمان رضي الله اسلام راوړل: حضرت عمرو بن عثمان رضي الله عنهما واي چې حضرت عثمان رضي الله عنه ويل چې يو وخت زه د خپل خاله اروی بنت عبدالمطلب د مريضۍ پوښتنې ته ورغلی وم چې بیا دې وخت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم راغی چې دې وخت کې ما رسول الله صلی عليه وسلم ته زيات کتل چونکه دې وخت کې د ده د نبوت اوازه هم خپره شوې وه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم زما خواته متوجه شو او راته يې وويل اې عثمانه پر تا څه وشول چې ما ته زيات ګورې؟ عثمان رضي الله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل ستا مرتبه په موږ کې زياته اوچته ده او بيا هم ستاسو په اړه زه نوري خبري اورم، نو دې وخت کې رسول الله صلی الله عنه عثمان رضي الله عنه ته وويل: لا اله الا اللّه

عثمان رضي الله عنه وايي دې وخت کې پر ما روب پرېوت وډار شوم، بيا پسې دغه آیاتونه تلاوت کړل: وَفِي السَّمَاءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوعَدُونَ * فَوَرَبِّ السَّمَاءِ وَاْلأَرْضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُون

په ځينو روايتونو کې راغلي چې د نبوت په اول وخت کې حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه په لاس مسلمان شو.

حضرت عثمان رضي الله عنه هم د اسلام راوړلو وروسته د مکې څخه مدينې ته هجرت وکړ.

هغه غزاوي چې حضرت عثمان رضي الله عنه د رسول الله  صلی الله عليه وسلم سره شرکت کړی دی لکه: بدر، أحد، غطفان، ذات الرقاع، بيعة الرضوان، فتح مکه، تبوک...


د عثمان بن عفان رضي الله عنه د خلافت په دور کې فتوحات:

أذربايجان، خراسان، أرمينيه، تونس، فارس، جزيرة قبرص، جزيرة رودس...


عثمان بن عفان رضي الله عنه د۸۲ کاله په عمر کې او د ۱۲ کاله خلافت کولو وروسته د هجرت۳۵ کال او د ذوالحجې په ۱۲مه د ظالمو خوارجو لخوا په شهادت ورسېدی

انالله انا اليه راجعون



حضرت علي کرم الله وجهه رضي الله عنه


نوم او نسب:

علي بن أبي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف بن قصی بن کلاب بن مره بن کعب بن لوئ...


اسم کنیت: ابو تراب، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې اېښی ؤ.

يو وخت حضرت علي رضي الله عنه د حضرت بي بي فاطمې رضي الله عنها څخه خفه شو د کور څخه ووت د مسجد پر طرف بيا رسول اکرم صلی اکرم صلی الله علیه وسلم مسجد ته ورغی، دې وخت کې حضرت علي رضي الله عنه د مسجد د دېوال سره په خاورو کې پروت ؤ او ملا يې په خاورو ککړه وه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم شاته کېناست او دهغه د ملا څخه يې په ډېره مينه خاورو لري کول او ورته وويل يې ( قم يا أبا تراب)

پورته شه اې د خاورو پلاره

حضرت علي کرم الله وجهه ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره دومره خوند ورکړ چې تر اخره پورې يې خپل کنيت ابوتراب کړ.

او بل اسم کنیت یې ابوالحسن هم ؤ


مور يې:

فاطمه بنت اسد بن هاشم بن عبدمناف بن قصی...


د حضرت علي رضي الله عنه کورنۍ:

۱- حضرت فاطمه رضي الله عنها: چې دا د حضرت علي کرم الله وجهه مېرمن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم لور وه ده، د دې څخه يو حسن، حسين، محسن، کبری بنت علی أم کلثوم...


۲- أم البنين بنت حزام: د دې څخه يې څلور اولاده، عباس، جعفر، عبدالله او عثمان


۳ـ أم حبيبه بنت زمعه التغلبية: د دې څخه يې دوه اولاده وه چې عمر او روقيه.


۴ـ أم سعيد بنت عروه:


۵- أسماء بنت عميس: د دې څخه يې درې اولاده دي، محمد الصغر، یحيی او عون بن علی.


۶- خوله بنت جعفر: د دې څخه يو اولاد، محمد الاکبر


د حضرت علي رضي الله عنه ژوند او د اسلام منل:

حضرت علي رضي الله عنه په ماشومانو کې لومړنی ماشوم ؤ چې پر رسول اکرم صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ

ابو طالب چې د حضرت علی رضي الله عنه پلار او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره ؤ، ابوطالب او رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل منځ کې زياته مينه سره لرله.

نو حضرت علي کرم الله وجهه د رسول الله اکرم صلی الله علیه وسلم د اکا ابوطالب زوي ؤ د بل طرف څخه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خپل لور بي بي فاطمه رضي الله عنها هم په نکاح ورکړې وه چې زوم يې هم کې دی.

بي بي فاطمه رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېره حياناکه لور وه چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېره ګرانه وه، حضرت علي رضي الله عنه د بي بي فاطمې څخه دوه اولادونه درلودل چې حسن او حسين نومېدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسيان کېدل چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر ګران وه.

حضرت علي کرم الله وجهه د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت وروسته د مسلمانانو لپاره د اسلام څلورم خليفه وټاکل شو.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د حضرت علي کرم الله وجهه په غزاګانو کې شرکت:

بدر، أحد، افک واقعه، خندق، حديبيه، خيبر، فتح مکه، حنين، تبوک...


علي کرم الله وجهه د ۶۲ يا ۶۳ کلنۍ په عمر کې د څلور کاله او نهه مياشتې د مسلمانانو د خلافت کولو وروسته د روژې په يولسمه د خوراجو لخوا په شهادت ورسېدی.


حضرت طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه


نوم او نسب:

طلحه بن عبيدالله بن عثمان بن عمرو تيم بن مرة بن کعب بن لوئ...

مور يې: صعبه بنت حضرمي...

د مور او پلار نسب يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نسب سره وصل کيږي

طلحه بن عبيدالله د بعثت څخه ۱۵ کاله مخکې پيدا شوی.


کورنۍ:

۱ـ حمنة بنت جحش: چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم خوښينه يعني د زينب بنت جحش خور ده، د دې څخه يې دوه اولاده دي، محمد بن طلحه او عمران.

۲ـ أم کلثوم بنت ابوبکر، دا د ابوبکرصديق رضي الله عنه لور وه:  د دې څخه يې  درې اولاده وه، زکريا، يوسف، عايشه.

۳ـ سعدی بنت عوف: د دې څخه يې دوه اولاده وه، عيسی او يحيی.

که په لنډ ډول ووايو د طلحه بن عبيدالله ټوله اولادونه پنځلس وه.


د حضرت طلحه رضي الله عنه ژوند او د اسلام راوړل:


حضرت طلحه د جاهليت په دور کې په تجارت بوخت ؤ، يو وخت بصرې ته د تجارت لپاره تللی چې هلته يې خبر واورېدی چې په مکه کې يو نفر په نبوت مبعوث شوی دی، دې وخت کې طلحه سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لیدلو زيات شوق پيدا شو ځکه چې طلحه د ډيرو انبياؤ کيسې يې اورېدلي وې خو نبي  یې نه وو ليدلی، چې کله راغی چې پوه شو تره ابوبکرصديق رضي الله عنه هم مسلمان شوی ؤ.

طلحه وويل چې ابوبکرصديق او رسول الله صلي الله عليه وسلم به هيڅکله پر الله جلّ جلاله درواغ و نه وايي ځکه دواړه ريښتوني او صادق کسان دي، نو بيا حضرت طلحه رضي الله عنه هم اسلام راوړ، حضرت طلحه يو داسې غيرتمند شخصيت ؤ، د أحد په جګړه کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوښمن سره مخامخ شو خو طلحه بن عبيدالله يې داسې دفاع وکړله چې مسلمانان او اسلامي تاريخ پرې وياړي.

طلحه بن عبیدالله د رسول الله عليه وسلم سره په غزاګانو کې شرکت:


بدر، أحد، بيعة الرضوان...

وفات:

د هجرت په  ۳۶ کال په جنګ جمل کې په شهادت ورسېدی.



حضرت زبير بن العوام رضي الله عنه


نوم او نسب

ابو عبدالله بن زبير بن عوام بن خويلد بن أسد بن عبد لعزی بن قصی بن کلاب القرشي ألاسدي...

موريې : صفيه بنت عبدالمطلب...

زبير بن عوام د رسول الله صلی الله عليه وسلم د أمه زوي دی.


کورنۍ:


أسماء بنت ابي بکر: د دې څخه يې اته اولاده وه، عبدالله بن زبير، عروه، منذز، عاصم او مهاجر، لورګاني يې، خديجه بنت زبير، أم الحسن، عائشه.


زينب بنت مرتد: د دې څخه يې درې اولاده وه، جعفر بن زبير، عبيده او يوه لور حفصه.


أم خالد بنت خالد: دا يې مينځه وه، د دې څخه يې پنځه اولاده وه، عمر بن زبيراو خالد او درې لورګاني يې، حبيبه، سودا او هند.


الرباب بنت أنيف: د دې څخه يې درې اولاده وه، مصعب بن زبير او حمزه، لور يې، رمه بنت زبير.


أم کلثوم بنت عقبه : د دې څخه يې يوه لور وه، زينب.


عاتکه بنت زيد: دې ته يې د خپل شهادت مخکې طلاق ورکړی ؤ.


تماضر بنت الأصبغ: دې ته  يې هم طلاق ورکړی ؤ.


د حضرت زبیر بن عوام ژوند او د اسلام منل:


زبير بن عوام ته الله جلّ جلاله عجب غيرت ورکړی ؤ، يو وخت يې اوازه واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم شهيد سوی دی نو زبير بن عوام خپله توره راواخيستل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د غچ لپاره روان شو دې وخت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخه ورغی، ورته وويل يې زبيره ودرېږه، ودرېږه، چيري ځې؟ زبير بن عوام ورته وويل ما خو واورېدل چې تاسو شهید کړل شوی ياست، نو رسول الله صلی عليه وسلم ورته وويل نو تا څه کول؟ زبير بن عوام ورته وويل په الله دې مې قسم وي ما به د مکې د خلګو سره جګړه کړې وايي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د ډېرې خوښۍ ورته دعا وکړه.


د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې د غزاګانو شرکت:

بدر، أحد، خندق، خيبر، فتحه مکه...


د خلفاء الراشيدينو په وخت کې يې په غزاګانو کې اشتراک: حروب الرداء، يرموک او د مصر فتحه...


حضرت زبير بن عوام رضي الله عنه په ۳۶ هجري کې د ۶۷ کالو په عمر په شهادت ورسېدی.


حضرت سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه


نوم او نسب یې:

سعد بن مالک بن أهيب بن عبدمناف بن زهرة...

دده نيکه أهيب بن عبد مناف د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مور بي بي آمنې تره ؤ.

موريې: حمنه د ابوسفيان بن اميه بن عبدشمس لور وه.

د سعد بن أبي وقاص لقب اسحاق دی.


کورنۍ (مېرمنې او اولادونه):

۱-سلمی بنت خصفه

۲-خولة بنت عمر بن عوس

د سعد بن أبي وقاص د لسو مېرمنو څخه ۱۹ زامن او ۱۸ يې لورګاني دي، چې ټول اولادونه يې ۳۷ وه.


ژوند او د اسلام راوړل يې:

حضرت سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه د مکې د مالدارو خلګو څخه ؤ، دی په بل نوم هم ياديږي سعد بن مالک، دده يو ورورعتبه بن أبي وقاص چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سخت دوښمنانو څخه ؤ په روايت کې راغلي چې د أحد په غزا کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم غاښ مبارک همدې عتبه ور شهيد کړو.

سعد بن مالک د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په لاس مسلمان شوی دی.

د أم المؤمنين عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې يو شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کاشکې نن شپه يو صالح صحابي زما حفاظت وکړې وای، عايشه رضي الله عنها وائي دې وخت کې موږ د اسلحې غږ واورېدی، نو رسول الله وويل، دا څوک دی؟ سعد بن أبي وقاص وويل زه يم يا رسول الله، أم المؤمنين عايشه رضي الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم ويده شو تر دې چې ما يې د خوبوړي غږ واورېدی.

د دې حديث څخه معلوميږي چې صحابوو به د رسول الله صلی الله عليه وسلم حفاظت هم کاوه په داسې حالت کې چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم هم نه ؤ خبر.

سبحان الله صحابوو څومره مينه ورسره درلودله، دې وخت کې يې هم يوازې نه پرېښودی.


د رسول الله عليه وسلم سره د سعد بن أبي وقاص په غزاګانو کې ګډون:

بدر، أحد، خيبر، خندق، فتحه مکه، تبوک ،ذات السلاسل او بيعة رضوان...


وفات: سعد بن آبي وقاص د هجرت په ۵۵ يا ۵۸ د ۸۳ کاله په عمر کې وفات شو.


حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه


نوم او نسب:

عبدالرحمن بن عوف بن حارث بن زهرة القرشي...

نوم يې مخکې د اسلام څخه عبد عمر ؤ کله چې يې اسلام راوړ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه نوم عبدالرحمن ته بدل کړ.


پيدايش: د عام الفيل د واقعې څخه لس کاله وروسته پيدا شوی دی.


کورنۍ:

۱-أم کلثوم بنت عتبه بن ربيعه بنت عبد شمس

۲-أم حبيبه بنت جحش

۳-سهله بنت عاصم

که په لنډ ډول ووايو د عبدالرحمن بن عوف د خپل مېرمنو او مينځو څخه اوويشت اولاده دي.


ژوند او اسلام راوړل يې:

حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه د اولني کسانو څخه ؤ چې د حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه په لاس يې اسلام قبول کړ او مسلمان شو.

عبدالرحمن بن عوف ډېر مالداره او سخي ؤ، د غريبو او بې وزلو سره به يې ډېره مرسته کول، ويل کيږي د مدينې خلګو به دده د سخاوت له وجې د ده په مال کې ورسره شريکان کېدله، عبدارحمن بن عوف د الله د رضا لپاره څلوېښت زره درهم او ۵۰۰ اوښان و آسونه صدقه کړل د دې تر څنګ يې غلامان هم ازاد کول او داسې نور...

وفات:

د هجرت په ۳۲ کال د ۷۵ او يا ۷۲ کاله په عمر کې په حق ورسېدی.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې په غزاګانو کې ملګرتيا:

بدر، خندق، بني مصطلق، بني نضير، بني قريظه، حديبيه، خيبر، حنين، حصار طائف، تبوک...


حضرت سعيد بن زيد رضي الله عنه


نوم او نسب:

حضرت سعيد بن زيد بن عمر بن بن عبدالعزی بن رباح بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدي بن کعب بن لوی...

مور يې: فاطمه بنت بعجه بن أميه بن خويلد...

سعيد بن زيد د عمر بن الخطاب د تره زوی دی.

پیدائش : د نبوت څخه لس کاله مخکې زېږېدلی دی.


کورنۍ (ښځې او اولادونه يې):

۱-فاطمه بنت خطاب: دا مېرمن يې د حضرت عمرفاروق رضي الله عنه خور وه، د دې څخه يې يو اولاد عبدالرحمن اکبر یې درلود.

۲-حزمه بنت قيس: د دې څخه يې لس اولاده چې درې زامن او اوه يې لورڼې درلودلې.

زامن يې: محمد الاصغر، ابراهيم اصغر، عبدالله اصغر.

لورګاني يې: أم حبيب کبری، أم حسن صغری، أم زيد صغری، أم سلمه، أم حبيب صغری، أم سعيد، أم زيد صغرا.

۳-أمامه بنت دجيج: د دې څخه يې څلور اولاده چې دوه زامن او دوې لورڼې درلودلې.

زامن: عبدالرحمن اصغر او عمر اصغر.

لورڼې: أم موسی او أم حسن صغری.

۴-جليسه بنت سويد: د دې څخه يې درې اولاده چې دوه زامن او يوه لور ده.

زامن: زيد، عبدالله اکبر او لور يې عاتکه.

۵-صبخ بنت اصبغ: د دې څخه يې درې اولاده چې دوه زامن او يو لور ده.

زامن: عمر، طلحه او لور يې زجلة.

۶-أم اسود: د دې څخه يې دوه اولاده زامن دي، عمرو اصغر او أسود.

۷-ابنة قريبه: د دې څخه يې دوه اولاده يو زوي ابراهيم اکبر او بل لور حفصه.

۸-أم خالد: د دې څخه يې درې اولاده دي چې یو زوي او دوه لوڼې.

زوي، خالد او لوڼې أم خالد او أم نعمان

۹-أم بشير بنت أبي مسعود: چې د دې څخه يې يوه لور ده، أم زيد صغرا.

۱۰-أم ولد: د دې څخه يې څلور لوڼي دي، عايشه، زينب، أم عبد حولاء، أم صالح.

۱۱-جميله بنت عبدالله: د دې څخه يې يو زوي ؤ، هشام.

يعني د سعيد بن زيد د ۱۱ بيبيانو څخه ۳۴ اولاده وه


د اسلام راوړل يې:

سعيد بن زيد هم په لومړني کسانو کې دی چې د ابوبکر صديق رضي الله عنه په بلنه يې اسلام مبارک دين قبول کړ.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې يې په غزاګانو کې ګډون

بدر، أحد، خندق، بیعة الرضوان...


وفات: د ۵۱ يا ۵۲ کاله په عمر کې وفات شوی دی.


أبو عبيده ابن الجراح رضي الله عنه


نوم او نسب:

اصلي نوم يې عامر بن عبدالله بن الجراح بن هلال بن أهيب بن صبّة بن بن الحارث بن فهر بن مالک بن النضر بن کنانه...

مور: اميمه بنت غنم بن جبير بن عبدالعزی...


اسلام راوړل يې:

عبيده بن الجراح رضي الله عنه د لومړنی مسلمانانو څخه شمېرل کيږي چې اسلام يې راوړ، أبو عبيده بن الجراح يو امين انسان ؤ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم دده په اړه فرمايي، چې د هر امت لپاره يو امين وي د دې امت لپاره أبوعبيده امين دی، او ده تقريباً دوه ځله هجرت کړی دی حبشې او مدينې منورې ته.


د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې يې په غزاګانو کې ګډون ‎

بدر، أحد، حديبيه، ذات السلاسل، سرية د عبيده بن الجراح...

د ابو عبيده بن جراح پر لاس د شام ډېر ښارونه فتحه شوي دي، د عمرفاروق رضي الله عنه د خلافت په دور کې بیت المقدس هم د عبيده بن الجراح په مشري کې فتحه شو.


وفات: د حضرت عمر فاروق د خلافت په دور کې عبيده بن الجراح د عمرفاروق په امر أردون ته د لښکر سره لاړ چې هلته بيا د طاعون مرض په انسانانو کې را ګډون په دې وخت کې عبيده بن الجراح ته هم د طاعون  مرض ورسېدی او د طاعون له وجې په ۱۷ يا اتلس ۱۸ د هجرت په شهادت ورسېد.


عشره مبشره: دا هغه لس صحابه رضي الله عنهم وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کې د جنت زېرۍ ورکړی ؤ چې د لسو سره اصحابو کرامو احوال په لند ډول پای ته ورسېدل.


دوهم فصل

په دې فصل کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ازوج مطهرة احوال په لنډ ډول بيان شوي


أم المؤمنين حضرت خديجة الکبری رضي الله عنها


نوم او نسب: خديجه بنت خويلد بن أسد بن عبدالعزی بن قصی بن کلاب...

مور يې: فاطمه بنت زايدة بن الأصم...

کنيت: أم المؤمنينؤ أم المؤمنين يواځې د دې لپاره نه بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو بيبيانو لپاره کنیت دی.

پیدائش يې: تقریباً ۵۵۶ م

د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره يې نکاح: د هجرت څخه ۲۸ کاله مخکې هغه وخت چې خديجه الکبری د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره نکاح تړل د دې عمر ۴۰ کاله ؤ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر ۲۵ کاله ؤ.


د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اولاد:

د خديجة الکبری د رسول الله صلی الله څخه شپږ اولاده دي.

دوه زامن: قاسم ابن محمد او عبدالله ابن محمد

څلور يې لوڼې دي: زينب بنت محمد، رقيه بنت محمد، أم کلثوم بنت محمد او فاطمه بنت محمد.

دا ټوله د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې وفات شوي غير د بي بي فاطمې رضي الله عنها څخه چې هغه هم بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات څخه شپږ مياشتې وروسته وفات شوله.


ژوند او اسلام راوړل يې:

د جهالت په دور کې خديجة الکبری د أبي هاله بن زراره ښځه وه بيا د هغه د وفات څخه وروسته  خديجة الکبری د عتيق بن عابد سره نکاح وتړله خو ورسته هغه هم وفات شو او خديجة الکبری ونډه پاته شوله نوو وروسته دا په خپل تجارت مصروفه شول، دې به چې کله خپل تجارتي کاروان شام طرف ته لېږه نو دا به خپله د کاروان سره نه تلل یو غلام او يا داسې نفر چې دې به باور پرې درلود هغه ورسره ملګری کاوه چونکه دې وخت کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په امانتداري او صداقت کې زیات مشهور، نو خدیجة الکبری رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته درخواست وکړ چې د دې د تجارتی کاروان سره ملګری شي او په شام کې يې ورته خرڅ کړی، خو چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) د خديجة الکبری تجارتي مال شام ته يو وړ او هلته يې د دې تجارتي مال د مخکې څخه په دوه برابره ورته خرڅ کړ، د يوې خوا څخه الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې برکت اچولی ؤ د بل اړخ څخه رسول الله امانتداره او صادقه ؤ، چې کله خديجة الکبری د رسول الله صلی الله عليه وسلم صداقت او امانتداري په خپله وليدل نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د نکاح درخواست ولېږه او بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې د نکاح درخواست قبول کړ او نکاح يې ورسره وتړل، په لنډ ډول به ووایم چې بيا د دې څخه تقريباً ۱۵ کاله وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې مبعوث شو يعني د الله له لورې نبوت ورکړل شو، او خديجة الکبری اولنۍ ښځه وه چې ايمان يې راوړ او مسلمانه شول.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې په اړه يو حديث مبارک دی: په ښځو کې بهتره مريم بنت عمران ده او په ښځو کې بهتره خديجة ده.

يعني دوهمه پسې خديجة الکبری یاده کړې ده.


وفات: د هجرت څخه ۳ کاله مخکې او د ۶۵ کالو په عمر کې وفات شوله، خديجة الکبری د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ګډ ژوند ۲۵ کاله تېر کړ.


أم المؤمنين حضرت سودة رضي الله عنها


نوم او نسب:

سودة بنت زمعة بن قيس بن عبد شمس...

مور يې: شموس بنت قيس بن عمر...

د پیدائش تاريخ يې نامعلومه دی.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې نکاح: د هجرت ۳ کاله مخکې.


ژوند او اسلام راوړل يې:

سودة مخکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د خپل تره زوی سکران بن عامر به نکاح کې د اسلام به راتګ سره سکران ایمان راوړ چې د هغه سره بيا حضرت سودة هم مسلمانه شول وروسته بيا سکران بن عامر وفات شو او سودة بنت زمعة د رسول الله صلی الله علیه وسلم به نکاح کې راغله چې دا د خديجة الکبری څخه وروسته دوهمه بي بي کې راځي.

په رواياتو کې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د دې څخه اولاد نسته.


وفات: په روايت کې د دې وفات د هجرت په ۵۴ کې راغلی.


أم المؤمنين حضرت عائشه رضي الله عنها


نوم او نسب:

عائشه بنت أبي بکر عبدالله  بن أبي قحافه عثمان بن عامر بن عمرو بن کعب بن سعد بن تیم بن مرة بن کعب...

په مرة بن کعب کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نسب سره يو ځای کيږي.

مور يې: أم رمان بنت عامر.

کنيت يې: أم المؤمنين

او حضرت عائشه رضي الله عنها د حضرت ابوبکرصد يق رضي الله عنه لور ده.


پیدائش: د هجرت څخه اوه کاله مخکې.


ژوند او اسلام منل يې:

حضرت عائشه رضي الله عنها د حضرت ابوبکرصد يق رضي الله عنه لور ده، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نکاح کې دا دريمه مېرمنه وه.

حضرت بي بي عائشه رضي الله عنها پر رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېره ګرانه وه، لوی منافق أبی ابن سلول او نورو منافقينو ملګرو يې پر حضرت عائشې رضي الله عنها تهمت ولګاوه، نو الله جلّ جلاله د دې په اړه د قران کريم ایاتونه رانازل کړل او د دې مبارکې پاکي يې پکښې بیان کړې وه، دا مبارکه ډېره خوشحاله شول او فخر به يې کاوه چې الله تعالی د دې د پاکي په اړه آیاتونه را نازل کړله.

أم المؤمنين په ښځو کې د أمت لپاره يو فقه وه، د امت لپاره دې داسې مسائل حل کړي چې هغه مسائل د دې څخه پرته بل چا نشوای حل کولای، چې کله به د صحابه کرامو اجماع یو مسئله حل نه کړل نو بيا په يې د حل لپاره د حضرت عائشې رضي الله عنها څخه مرسته وغوښتله.


وفات: د هجرت په ۵۸ کال

حضرت عائشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ګډ ژوند نهه کاله ؤ.


أم المؤمنين حضرت حفصه رضي الله عنها

نوم او نسب:

حفصه بنت عمر بن خطاب بن نفيل بن عبدالعزی بن رباح بن بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدی بن کعب بن لوئ بن غالب فهرالقرشي...

په کعب بن لوئ کې يې نسب د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو ځای کيږي

موريې: زينب بنت مظعون بن حبيب بن وهب...

پيدائش: د هجرت څخه ۱۸ کاله مخکې

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې د هجرت په ۳ کال نکاح وتړله.

ژوند او اسلام يې:

أم المؤمنين حفصه رضي الله عنها د اسلام د دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه لور ده، دا مخکې د خنيس بن حذافه رضي الله عنها په نکاح کې وه هغه بيا د بدر په غزا کې په شهادت ورسېدی او دا کونډه شوه، بيا حضرت عمر فاروق رضي الله عنه حضرت عثمان رضي الله عنه ته وويل چې زما لور حفصه به تاته په نکاح کړم عثمان رضي الله عنه جواب ورکړ، بيا يې حضرت ابوبکرصديق رضي الله عنه ته وويل هغه بيا د جواب پر ځای چوپه خوله پاته شو، بيا حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم ځانته په نکاح کړله، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د حفصې رضي الله عنها دوهم خاوند ؤ، او دا بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم څلورمه بي بي وه.


وفات: د هجرت په ۴۵ کال

او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې ګډ ژوند ۸ کاله ؤ



أم المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها


نوم او نسب:

زينب بنت حارث بن عبدالله بن عمرو بن مناف بن هلال صعصة بن معاويه بن بکر...

مور يې: هند بنت عوف بن زهير بن حماطة...

پيدائش: د هجرت ۲۶ کاله مخکې.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې نکاح: د هجرت په ۳ کال کې.


ژوند يې:

د أم المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها لقب بأم المساکين ؤ، دا ځکه چې دې به دې به مسکينانو ته ډوډي ورکول او پر هغوي به يې رحم کاوه.

د زينب بنت خزيمة هغه خاوندان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دې نکاح ورسره تړلې وه اختلاف دی، چې يو روايت مې رااخيستی دی.

زينب بنت خزيمة مخکې د طفيل بن حارث په نکاح کې وه چې بيا د هغه لخوا طلاق ورکړل شو، وروسته د طفیل ورور عبيده بن الحارث په نکاح کړه چې بيا هغه د بدر په غزا کې په شهادت ورسېدی، وروسته بیا عبدالله بن جحش رضي الله عنه په نکاح کړه چې هغه بيا د أحد په غزا کې په شهادت ورسېدیږ

ددې څخه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د نکاح کولو دعوت ورکړ چې دې رضي الله عنها قبول کړ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې نکاح وتړل.


وفات: د ۳۰ کاله په عمر د هجرت په ۴ کال.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې اته مياشتې ګډ ژوند وکړ.


أم المؤمنين حضرت أم سلمة رضي الله عنها


نوم او نسب:

أم سلمة بنت أبي امية بن المغيرة بن عبدالله بن عمر بن مخزوم بن يقظه بن مرة بن کعب بن لوی...

د أم سلمه اصلي نوم (هند) ده.

مور يې: عاتکه بنت عامر بن ربيعه بن مالک بن جذيمه بن علقمه...

پيدائش : ۲۴ کاله مخکې د هجرت

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې نکاح: د هجرت په څلورم کال يې په نکاح کړله.

ژوند يې:

أم المؤمنين حضرت أم سلمة رضي الله عنها مخکې د اسلام څخه  د أبوسلمة په نکاح کې وه چې بيا يې د اسلام په سر کې ايمان راوړ خو وروسته چې کله د مشرکينو له لورې مسلمانان په تکليف شول نو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم حبشې ته د هجرت کولو امر ورته وکړ بيا د حبشې ته هجرت وکړ څه وخت وروسته بيا أبوسلمه سره د أم سلمة مدينې منورې ته هجرت وکړ هلته يې د خپل څلورو اولادونو سره ژوند کاوه چې بيا د أم سلمه خاوند أبوسلمه د أحد په غزا کې زخمي او وروسته په شهادت ورسېدی.

أم سلمه ډېره غمجنه شول خو بيا هم دې صبر وکړ د خپل څلورو اولادونو سره خپل ژوند ته ادامه ورکړ او دې أم سلمه به دا دعا ډېره کول ( اې الله ماته د دې مصيب بدله راکړه او تر أبو سلمه غوره راکړه).

د الله جلّ جلاله شان ته وګورئ چې تر أبو سلمه يې غوره ورکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د نکاح دعوت ورکړ، نکاح يې ورسره وتړله او أم المؤمنين شول.

وفات: دهجرت ۶۱ کال، د ۸۵ کاله په عمر.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې ګد ژوند تقريباً ۸ تېر کړ.


أم المؤمنين حضرت زينب بنت جحش رضي الله عنها


نوم او نسب:

زينب بنت جحش بن رياب بن يعمر بن صبرة بن مرة بن کبير بن غنم...

مور يې: اميمة بنت عبدالمطلب...

مور يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ترور وه.

زينب بنت جحش د أمالحکم په کنيت هم نومول کېده.


پيدائش: د هجرت ۳۲ کاله مخکې.


ژوند او اسلام يې:

أم المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله لپاره د دې چې د نکاح کولو مشوره ور څخه واخلي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل د زيد بن حارث سره نکاح وکړه، زيد بن حارث د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو صحابي ؤ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت به يې کاوه نورسول الله صلی الله عليه وسلم به د ترحم له وجې د زوی په نوم يادوی که څه هم په اصل کې يې زوی نه ؤ.

نو زينب بنت جحش رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل چې زه ستا د ترور لور يم خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره چې د زيد بن حارث سره نکاح وکړه د زينب بنت جحش نشوه خوښه.

بيا الله جلّ جلاله دا آيات نازل کړ.


وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُۥٓ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا مُّبِينًا

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب ۳۶


ژباړه: هیڅ يو مؤمن او هیڅ يوه مومنه دا حق نه لري چې كله الله او د هغه رسول د کومې معاملې فېصله وکړي او بیا د الله او د هغه د رسول په خلاف هغه پخپله د خپلي هغې معاملې د فېصله كولو اختيار ولري، او څوك چې له الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړي، نو هغه په څرګنده ګمراهۍ کښي وغــورځيدی.


نو د دې څخه وروسته زينب بنت جحش اماده شول چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خبره ومني او د زيد بن حارث سره نکاح وکړي، خو د دوی د نکاح څه وخت وروسته د زيد بن حارث او زينب بنت جحش تر منځ جنجالونه زيات شول تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې خبر شو بيا يې زيد ته وويل خپل مېرمن مه پرېږده، د الله څخه ووېرېږه خو بلآخره زيد بن حارث زينب بنت جحش ته طلاق ورکړ.

نو د زينب بنت جحش د عدت د پوره کېدلو سره الله عزوجل دا آيات نازل کړ.


وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِىٓ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِى فِى نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشٰىهُ ۖ فَلَمَّا قَضٰى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنٰكَهَا لِكَىْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِىٓ أَزْوٰجِ أَدْعِيَآئِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب ۳۷


ژباړه: اې پېغمبره هغه وخت ياد کړه چې تا هغه چا ته چې پر هغه باندې الله او تا لورينه کړې وه، ويل: "خپله مېرمن مه پرېږده او له الله څخه ووېرېږه."  په هغه وخت کښې تا پخپل زړه کښې هغه خبره پټه کړې وه چې الله د هغې ښكاره كول غوښتل، ته له خلكو څخه وېرېدلې، په داسې حال کښي چې الله ددې زيات حقدار دى چې ورڅخه ووېرېږې، بيا كله چې زيد له هغې څخه خپل حاجت پوره کړ، نو موږ هغه طلاقه شوې مېرمن تا ته په نكاح کړه، تر څو چې پر مؤمنانو د خپلو په خوله بلليو زامنو د مېرمنو په باب څه ستونزه پاتي نشي كله چې هغوی خپل حاجت ترې پوره کړی وي او د الله حكم خو بايد عملي شوى واى.


د دې آيات څخه معلوميږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحي په زريعه خبر ؤ چې زينب بنت جحش به دده په نکاح کې راځي او د دې سره نکاح يې په اسمانونو کې تړل شوې وه.

د دې څخه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د يو امانتدار په لټه کې شو څو دا زېرۍ زينب بنت جحش ته ورسوي خو زيد بن حارث ته يې وويل چې ورشه پر زينب بنت جحش زېرۍ وکړه چې الله جلّ جلاله ستا او د رسول الله تر منځ وتړله.

زيد بن حارث ورغی د دروازې تر شا يې غږ پرې وکړ او دا زيرۍ يې پرې واورېدی

زينب چې خبره شوه زياته خوشحاله شول.

نو دې وخت کې د منافقينو مجلسونه ګرم شول، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خو د خپل زوی مېرمن په نکاح کړله.

نو بيا الله جلّ جلاله دا آيات رانازل کړ.


مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَآ أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّۦنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا

سُوۡرَةُ الاٴحزَاب ۴۰


ژباړه: اې خلكو! محمد ستاسې له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى، هغه خو د الله رسول او اخرنی او وروستنی نبي دى، او الله د هر شي علم لرونكى دى.


نو الله جلّ جلاله په دې ايات مبارک سره د منافقينو خولې ور وتړلې.


وفات: د ۵۳ کالو په عمر کې د هجرت په ۲۱کال


او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې ګډ ژوند تقريباً ۶ کاله تېر کړ.


أم المؤمنين حضرت جويرية رضي الله عنها


نوم او نسب:

جويرية بن الحارت بن أبي ضرار بن حبيب بن عائذ بن مالک بن مصطلق بن سعيد بن عمر بن ربيعة...


پيدائش:د هجرت څخه ۱۴ کاله مخکې.


ژوند:

أم المؤمنين حضرت جويرية رضي الله عنها د بنومصطلق قبلې څخه وه، د بنو مصطلق قبيلې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر منځ غزا وشول چې په دې غزا کې بنومصطلق شکست وخوړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنومصطلق زيات کسان د ځان سره قيديان کړ او څه يې ووژل چې په هغه کې د جويريې مخکنی خاوند هم د مسلمانانو له طرفه ووژل شو او جويريه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د نورو کسانو په ګډون قيدي شول،حضرت جويريه د بنومصطلق د مشر لور وه.

مسلمانانو د بنومصطلق نيول شوي قيديان خپل په منځ کې تقسيم کړل، حضرت جويريه رضي الله عنها د ثابت بن قيس په برخه شول.

حضرت جويريې رضي الله عنها ثابت بنت قيس سره د خپل ازادي لپاره څه مقدار پیسې وټاکلې، چونکې د حضرت جويرې سره خو پيسې نه وې خو لنډه دا چې رسول الله صلی الله عليه سولم ته راغله او خپل د ازادي لپاره يې د پيسو طلب وکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل زه به ستا د ازاد کولو کوم مقدار پيسې چې دي هغه به درکړم د هغه په بدله کې زما سره نکاح کوې.

أم المؤمنين حضرت جويرې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ومنل او نکاح يې ورسره وتړله.

چې کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم او حضرت جويريه رضي الله عنه د نکاح خبر خپور شو، نو ټولو صحابوو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د احترام په خاطر چې بنومصطلق د رسول الله خسرګنۍ شول نو.دوی ټولو هغه د بنومصطلق قيديان ازاد کړل.


وفات: د ۷۰ کالو په عمر د هجرت په ۵۶ کال.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره يې ۶ کاله ګډ ژوند وکړ.


أم المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها


نوم او نسب:

صفية بنت حيی بن أخطب بن سعية بن ثعلبه بن عبيد بن کعب بن خزرج...

أم المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها د حضرت اسحاق بن أبراهيم عليه سلام د اولادې څخه او د بنوالنضير د قبيلې څخه ده.


مور يې: بره بنت سموأل، چې د بني قريظه د قبيلې څخه ده.

پيدائش يې: د هجرت څخه ۹ کاله مخکې.


ژوند:

أم المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها د اسلام څخه مخکې د سلامه بن مکشوح په نکاح کې وه، د هغه څخه وروسته د کنانه بن أبي الحقيق په نکاح کې شول چې بيا کنانه د خيبر په جنګ کې د مسلمانانو لخوا ووژل شو او صفيه د مسلمانانو سره بندي شول، نو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم صفيې ته اختيار وکړ، که اسلام ومني زه به دې د ځان سره کړم (زه به واده درسره وکړم) او که خپل يهوديت خوښوې نو ازاده به دې کړم او د خپل قوم سره به يو ځای شې.

حضرت صفيې رضي الله عنها اسلام راوړل او دا يې وويل "چې زه يهوديت څه کوم هلته زه خو هيڅ شئ نه لرم پرته د خپلو خلګو"

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم صفيه آزاده کړله او نکاح يې ورسره وتړله د هغې خلاصون يې د دې لپاره مهر وټاکه.

د علماؤ په نظر رسول الله صلی الله علیه وسلم ځکه د دې سره نکاح وتړله، چې يهود متوجه کړي او د مسلمانانو سره يې اړيکې سمې شي څو اسلام راوړي.


وفات: د هجرت په ۵۰ کال د ۵۹ کالو په عمر کې.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ګډ ژوند شپږ کاله تېر کړ.


أم المؤمنين حضرت أم حبيبة رضي الله عنها


نوم او نسب:


أم حبيبه بنت ابوسفيان صخر بن حرب بن أميه بن عبدشمس بن عبدمناف بن کلاب بن مره بن کعب بن لوی...

د أم حبيبه بل نوم رملة ده.

مور يې: صفيه بنت أبي العاص بن أميه بن عبد شمس بن عبدمناف...

أم حبيبه، د مخکني خاوند څخه يې يوه لور وه چې حبيبه نومېدله نو ځکه دا خپل د لور په نوم ياديږي.


پيدائش: د هجرت ۲۵ کاله مخکې.


ژوند:

أم المؤمنين حضرت حبيبه رضي الله عنها د ابوسفيان چې د جهالت په دور کې د مکې د مشرکينو مشر ؤ، چې بيا د مخکې د فتحې څخه مخکې اسلام راوړ د هغه لور او د خليفه حضرت معاويه رضي الله عنه خور ده.

د أم حبيبې مخکنی خاوند عبيدالله بن جحش ؤ چې بيا د هغه د مرګ وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ځانته په نکاح کړل، که څه هم ابوسفيان د أم حبيبه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر نکاح نه ؤ راضي.

يو ورځ أبوسفيان د حديلې د تړون د غزولو لپاره د مکې څخه مدينې ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی نو د خپل لور أم حبيبې کوټې ته ورننوت، ده غوښتل چې پر يو غالۍ کښېنې خو خپل لور أم حبيبې رضي الله عنها منعه کړ او ورته وويل يې چې دا ځای د رسول الله صلی الله عليه وسلم دی، ته يو نجس مشرک يې، دلته نسې کېنستلای.


وفات: د ۶۹ کاله په عمر د هجرت په ۴۴ کال.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې ګډ ژوند ۴ کاله وکړ.


      أم المؤمنين حضرت ميمونة رضي الله عنها


نوم او نسب:

ميمونه بنت الحارث بن حزن بن بجير بن هزم بن رؤيبه بن عبدالله بن هلال بن عامر بن صعصعه...

مور يې: هند بنت عوف بن زهير بن حماطه...

پيدائش: د هجرت څخه ۲۹ کاله مخکې.


ژوند يې:

ميمونه مخکې د مسعود بن عمرو په نکاح کې وه بيا هغه طلاق ورکړ، او خپله په مکه کې اوسېدله.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمرې لپاره مکې ته راغی دا هغه وخت ؤ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او د مکې مشرکينو تړون کړی ؤ.

نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د حضرت ميمونې رضي الله عنها د نکاح کولو ترتيب حضرت عباس رضي الله عنه سره جوړ کړ، خو د مکې قريشو د دې خوشحالي کولو اجازه په مکه کې ورنه کړله، خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د تړون له مخې د دوی خبره ومنل نو بيا چې کله د مکې څخه د مدينې پر لور روان شول بيا يې په لاره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نکاح خوشحالي صحابوو جوړه کړله.

وفات: د ۸۰ کاله په عمر د هجرت په يوپنځوس ۵۱ کال.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې ګډ ژوند ۴ کاله تېر کړ.

  1. ^ قانون ثبت احوال نفوس. University of Arizona Libraries. 1989.