Jump to content

User:Samiullahsaadatkhil1

From Wikipedia, the free encyclopedia

د بریښنالیک خوندي ساتنه ( E-mail Security): څنګه کولای شو خپل بریښنالیک خوندي کړو؟ لکه څرنګه چې ګورو د انټرنیټ په خیالي نړۍ کې هره ورځ ۶ میلیارده بریښنالیکونه تبادله کیږي، خلک یې د تجارت، لرې زده کړې، روغتیا، زراعت، او د ژوند په نورو چارو کې د معلوماتو د راکړې ورکړې لپاره په کار وړي، ډیر بریښنالیکونه په انټرنیټي قوانینو نه دي جوړ شوي، همدا لامل ده چې هغه بریښنالیکونه چې په انټرنیټي قوانینو نه وي جوړ شوي د انټرنیټي غلو تر بریدو لاندې راځي. د دي لپاره چې بریښنالیکونه مو د انټرنیټي غلو تر بریدو لاندې رانشي نو لاندې اړینو لارښونو ته ځیرشئ: ۱ – د یوې اداري له رسمي بریښنالیک نه په شخصي چارو کې ګټه مه اخلئ، که غواړئ چې د شخصي چارو لپاره کوم ملګري ته بریښنالیک واستوۍ ښه ده چې د (Hotmail, Gmail, Yahoo) له بریښنالیکونو څخه ګټه واخلئ. ۲ – د اړتیا په مهال له BCC (Blind Carbon Copy) څخه ګټه واخلئ. که وغواړئ چې څو کسانو ته بریښنالیکونه واستوئ، چې یو بل سره ونه پیژني ښه لاره یې داده چې له BCC څخه ګټه واخلئ، له دې لارې به وکولای شۍ چې د Spam لیږونکو مخه ونیسئ. ۳ – په ګروپي ډول بریښنالیک مه Forward کوئ. ځینی مهال کیدای شي داسې بریښنالیک ستاسو Account ته راشي چې دغه بریښنالیک ۱۰ کسانو ته ولیږئ کیدای شي د خوښۍ زیری ترلاسه کړۍ، کوښښ وکړئ چې دا ډول بریښنالیک چا ته Forward نه کړئ. ۴ – خپلو ملګرو ته Spam مه جوړیږئ، Spam د نه غوښتونکی بریښنالیک په نوم یادیږي چې په تبلغاتي بڼه ستاسو په Account کې را څرګندیږي، د دې لپاره چې د Spam له شر نه خلاص شئ، خپل میل سرور (Exchange Server) مو په یو خوندي ځای کې ځای پر ځای کړئ او په میل سرور (Exchange Server) باندې د Spam پیژندلو سافټویر (Software) انسټال (Install) کړئ، که مو بریښنالیک ترلاسه کړ، او ډاډمن شوی چې Spam ده لومړی باید دا ډول بریښنالیک خلاص نه کړئ او که مو خلاص کړه کوښښ وکړئ ځواب مه ورکوئ، او یا یې له منځه یوسې (Delete) یې کړئ کله چې ستاسو میل سرور په سم ډول کار ونه کړي نو په لسګونه بریښنالیکونه ستاسو له پتې نورو ملګرو ته ځي. ۵ – د بریښنالیک د پرانیستلو په مهال لومړی ډاډمن شئ چې بریښنالیک د چا له لوري راغلی بیا یې را خلاص کړئ. ۶ – له هغو بریښنالیک سره چې مل يا (Attachment) فایلونه وي هغه مهال یې خپلو کمپیوټرونو ته کته (Download) کړئ چې رالیږونکی یې په کامل ډول وپیژنئ. نوموړي فایلونه له پرانیستلو نه وړاندې په انټي وایروس (Anti-Virus) باندې سکن (Scan) کړئ او یا د بریښنالیک له رالیږونکي سره د اړتیا په صورت کې ټیلفوني اړیکه ونیسئ. ۷ – (Sniper Spy, Spy Ware and etc…) جاسوسی سافټ ویرو څخه په کمپیوټر کې له انسټالولو څخه مخنیوي وکړئ، هیڅکله هم دا سافټویر په ځپلو کمپیوټرو کې انسټال نه کړئ، خصوص په بانکونو دولتی یا غیر دولتی د دفترونو په کمپیوټرو کې دا سافټویر په مختلفو نومونو جوړ شوي ستاسو د تیرایستلو لپاره چې تاسو یی ونه پیژنئ په اصل کې هغه د جاسوسی سافټویر وي. دغه د جاسوسی سافټ ویر کولای شي ستاسو له کمپیوټر نه ټول هغه پټ معلومات چې تاسو يي په کمپیوټر کې کاروی هغو انټرنیټي غلو ته ولیږي چې ستاسو په کمپیوټر یې سافټ ویر انسټال کړی، دا د جاسوسی سافټ ویر کولای شي ستاسو په انټرنیټي شبکو کې د سرورونو، او بریښنالیکونو شفر (Password) انټرنیټي غلو ته هم په لاس ورکړي، د شبکو کارکونکو ته د بریښنالیک له لوري لیږل کیږي. ۸ – د بریښنالیک په متن کې د انټرنیټي صفحې لینکونه مه خلاصوئ، که اړتیا مو وه چې دغه لینکونه راخلاص کړئ له نوي Internet Browser Page نه کار واخلئ. ۹ – د خپل بریښنالیک پته هر انټرنیټي فورمې (Form) ته مه ورکوئ، ډیری هغه انټرنیټي پانې چې د فورمو د ډکولو په مهال ستاسو نه د بریښنالیک پته غواړي پوره امنیت درلودونکی نه دی، د انټرنیټي فورمو د ډکولو لپاره له موقتي بریښنالیک پتی نه ګټه واخلئ. ۱۰ – د بریښنالیک د جوړولو په مهال له ساده شفر (Password) نه ګټه مه اخلئ. څیړنې څرګندوي چې د انټرنیټ په نړۍ کې په میلونونو د انټرنیټ کارونکي له یو ډول شفر (Password) څخه ګټه اخلئ هغه (abc123,password) دي، د بریښنالیک شفر یا (Password) لپاره دا ډول ساده کلیمو کارونه د بریښنالیک کارونکی له جدي ستونزو سره مخ کوي، او انټرنیټي هکران په آسانۍ سره کولای شي ستاسو شفر (Password) وپیژني او ستاسو پټ معلومات ستاسو له بریښنالیک نه غلا کړي، لویې ستونزې هغه مهال رامنځ ته کیږي، چې دا ډول ساده شفر (Password) د بانکي Account یا حسابی کارتونو لپاره وکارول شي. ســــــــمــــــیـــع الله ســــعــادت وردګ ســــــــمــــــیـــع الله ســــعــادت خیل وردګ Facebook: Samiullah.saadatkhil