Jump to content

User:Hayatullah Mangal

From Wikipedia, the free encyclopedia

د انسان د ژوند کیسه ؟


یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په مڼډوکې د نفر مخی ته څا راغله او دی نفر هم د زمري له ډاره ځان څاته ورکته کړاو ډیر خوشحاله شو اوس چی ګوري لاندی په څاکې یو مار دی ګرد چاپیره له څانه تاویږي بل چی پاس ګوري دوه موګکان دي د یوه رنګ سپین دی د بل رنګ تور دی او لګیا دي ورو ورو هغه کومی رسی باندی چی د نفر ځان زوړنده کړی هغه ورو ورو پری کوی او ایباندی چی ګوري زمری ولاړ دی دا نفر ډیر ورختا سو اوس چی لیږ په رسی لاندی کته سو ګوري په رسی باندی بی هده ډیر خواږه شات زوړنده دي خو سړی لګیا

سو د د شاتو په خوړولو او ډیره مزه یی هم ورکړه هم هغه وو چی د نفر نه د زمري ډار او د مګکانو ډار د مار ډار ولګه تنده هر څه ورنه هیر سو د شاتو په مزه بوخته سو ؟ اوس به راشو د دی کیسی اصلي مقصد ته چی چیشی دی په د کیسه کي نفر زما مقصد انسان او زمری مرګ دی او مګکان شپه او ورځ دی او مار قبر دی او رسی ژوند دی او شات دنیا ده او ولږه تنده ماشومتوب دی 

که مونږه او تاسو ښه غټ فکر غور ورته وکړو ریښتا هم انسان چی اول دنیاته راشي په ولږګه او تنده کې وي هیڅ نه پوهیږي چی څه کوي څه غواړي څه باید وکړي هم هغه سی ورو ورو یانی رسی دشاتو په مزه پوهیږي کله چی د دنیا په پاني مزو چړچو عیش او نوش باندی پوهه شي نو بیا د زمري یانه د مرګ ویره غم ورسره نه وي بیا د مار یانی د قبر ویره ورسره نه وي بیا د مګکانو یانی د شپی او ورځو د ختمیدو لڼډیدو غم ورسره نه وي بیا دا غم ور سره نه وي چی ماسره خو اخرت کې سوال ځواب کیږي د خدای او رسول به څه ځواب ورکوم