Jump to content

User talk:Hayatullah Mangal

Page contents not supported in other languages.
From Wikipedia, the free encyclopedia

زمزمه او خپل احساسات


كـــتني: 2116 b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01farid-ahmad-taskeen.jpg

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01zamzama_ketab_pohtay.jpg



په اوسني پښتو ادب کې په ځانګړي ډول په شعر کې د ښځينه احساساتو کارولو ته د ښځينه شاعرانو ډېره پاملرنه نه وه شوې ؛خو په تېرو څو کلونو کې ورته ډېرکار وشو. خپل احساسات يې په يوه داسې هنري انداز کې ځای کړل چې لوستونکي ترې ډېر ژر د نظر له عينکو خپلې موخې ته د رسېدو لټه کوي.

او کولای شي چې دیوچا د ژوند د انځورونو کتاب وګوري ،دهغه د ژوند دکتاب په پاڼو کې د فکر نيلۍ وځغلوي د ژوند په هنداره کې يې تم شي،د خپل ژوند ژوندي انځورونه پکې ومومي او د خپل زړه د تسکين لپاره ترې د خوندونو جوهر راټول کړي.

دپښتو شعر کره کتونکی صديق الله بدر په خپل کتاب (لونګو درېڅې) کې په شعر کې د ښځينه وو دخپلو احساساتو د څرګندولو د کمښت او دنه بیانولوعلت راپه ګوته کوي: ((په پښتو شعر كې د ښځينه احساساتو او عواطفو څرګندونه هغه مساله ده،چې ډېرو ښځو شاعرانو ورته توجه نه ده كړې، ډېرى ادبپوهان په دې نظر دي، چې تر ډېره بريده د هغه علت په ټولنه كې د مسلطو دود او دستورونو موجوديت دى.)) نوموړی وايي: كوم شاعران، چې نوې او خپلې خبرې كوي او خپلې تجربې په هنري انداز بيانوي، ادبپوهان يې لوى شاعران ګڼي. دی زياتوي:(( په شعر كې د شاعر له خوا د خپلو تجربو او نويو خبرو څخه يوه موخه دا ده، چې لوستونكي په اسانه كولى شي،هغه وخت او مكان په ساده ډول وپېژني او په يو ډول د تكرار مخه ونيول شي.)) د بدر صيب دخبرې پر تایید بايد يو څه ور زيات کړم هغه داچې که څه هم ښځينه احساسات د پښتو په ادب کې دلږې تشې احساس کيږي؛خو د پخوا په پرتله يوڅه کار ورته شوی دی چې سبب یې د ميرمن ـ کلتوري ټولنيز بهير دبنسټ ايښودل و. ياد بهير دافغان ميرمنو لپاره د يوه ښوونځي حیثيت لري. په بهير کې د کره کتنيزو غونډو ترڅنګ د پياوړ استادانو لخوا د ادب،د ټولنيزو مسلو په پار لکچر ورکول،د ميرمنو د اثارو پرلپسې چاپيدل او د رڼا مشاعرې لمانځل کېدل هغه څه دي چې ميرمنې يې د هڅونې لامل وګرځېدې او د دوی په فکري او ذهني قوه کې ورځ تربلې مثبت پياوړی بدلون راځي چې اوس ترې د ډېر کار کولو تمه کيږي. زمزمه نيازۍ هم هفه نوښتګره او هنرمنده پيغلوټه شاعره ده چې د پښتو ادب ځلانده ستوري ګل پاچا الفت او انقلابي شاعر فضل ولي ناګارد سيمې لغمان شاعرانه ذوق پرې غوړېدلی او دمېرمن کلتوري ـ ټولنيزبهير غېږ کې روزل شوې،چې اوس د ښو شاعرانو په قطار کې دريدلی شي. داچې خبره په پښتو ادب کې په ځانګړي ډول د شعر په ژانر کې د ښځينه احساساتو دکارونې پرښکالو (موضوع) را څرخي نو زمزمې نيازۍ هم ددې موضوع د اوچتولو په برخه کې اهم او اړين ګامونه اخيستي دي. له خپلو خبرو او تجربوسره مله ده په شعر کې يې ډېرښه مزل روان کړی دی د خوږ ژبي شاعر جلال امرخېل په خبره لغت پراني يې نه ده کړې لکه د ارايش پر رنګونو يې بې ځايه نه ده لړې چې بدرنګي پکې راشي خوږه،ترسکونه،سندريزه اوسوچه پښتو کليوالي ژبه يې کارولې ده. لکه لاندې بيتونه: حیــرانــه پــه دې نــه وم چې پـه ســـردې لــوپټــه وم یـــو ستـا نـه، دهــرکاڼـي، د هــر بــوټــي زمــزمــه وم زمــا پـــه مستــانــه انــدازبــه ټــول پـه نڅېدو شــول د مینـــــې مستـــــۍ ډکــه یـــوه داســــې تـــرانــــه وم پــرون دې یـــــوه داســـې زمـــزمـــه را تـــه کـــوله چـې زه به دې مړوند بـانـدې خـــوره وره اوده وم تاسو وګورئ شاعرې په پاسنيو بيتونو کې يې خپل ښځينه احساسات چې خپلې خبرې او د تېرپړاو د يادونوتجربې هم ورسره دي څه په ښکلي بغاوتي انداز راخيستې دي. ځيني شاعران مې په همدې ډېرخوښ دي چې په شعر کې يو ډول بغاوت او شورش کوي او شعرته موسيقيت اوشرنګ ورکوي،چې لوی هنر يې د انسان د جزباتو پارول دي. لکه مصطفی سالک وایي: ټوله زنده ګي مې دغه شرنګ ګڼه، لاس نه غورځېدلې پيمانه دې کړم د شاعرې زمزمې د پاسني بيت په مطلع کې لوپټه د پښتونولۍ،غزت ،حيا،ستر او سپيڅلتيا سيمبول(علامت )دی چې ورسره تړلې مطلعې يې خوند نور هم برابر کړی دی دلته زمزمه دوه ماناوې ورکوي يوه يې پخپله د شاعرې نوم دی او بله يې هم د اواز مانا دی، هرکله چې يوه کلمه دوه ماناوې ورکړې شاعرانه کلمې جوړيږي. د سيمبول ( علامت ) په باره کې شاعر او کره کتونکی طاير ځلاند وايي: (( دهر وخت په غزل کې د حالاتو له غوښتنې سره سم علامتونه راوړل شوي دي او د غزل لمن له رنګارنګه سيمبولونو ډکه ده له ګل،بلبل،شمع،پتنګ،سنبل،سروه،چنار،ګودر،ماښام،پيمانه،ميخانه، ساقي،ذاهد، ناصح، ريباراو د داسې نورو علامتونو را واخله ترننه غزل ته د هنر دا جامه ورپه غاړه شوې او غزل ته يې هنري رنګ ور کړی دی،چې له دې سره په کې معنوي وسعت او هراړخيزتوب هم ځای پيدا کړی دی.)) ښاغلی ځلاند وايي ځيني لفظونه د وخت په تېرېدو سره علامت جوړشي. د ژبې سره د تعلق لرونکوخلکوتصورات د دې په اړه د هغوی کلتوري ارزښتونه او په اعتقادي توګه د هغې سره تړلي نظريات د علامتونو په رامنځته کولو کې پوره ونډه لري. د ځلاند له نظره دغه تهذيبي اقدار، تاريخي حقايق او عقيدوي تصورات د ټولنې سره تړلي وي. ځلاند داهم وايي دا سې نظرياتو او مفکوره لفظ ته د علامت او سيمبول بڼه ورکړې،چې د موقع په مناسبت سره په خپل ځان کې نوي نوي اړخونه د مانا له پلوه راوړي. (دپښتو غزل تنقدي جاج ۵۱ ـ ۵۲ ص) د سيمبول (علامت) د ارزښت په اړه څېړندوی عبدالغفور ليوال د آنيه لا يافه د يوې ليکنې په حواله په ليدنيو هنرونو کې دسيمبولېزم په باره کې ليکي: ((دسيمبولېزم تاريخ ښيي،چې هرڅه سيمبوليک ارزښت موندلای شي. انسان د هغه تمايل له مخې چې سيمبول جوړونې ته يې لري،اشيا او شکلونه په سيمبولونو بدلوي (او هغوی ته زښت ډېر اروا پوهنيز ارزښت وربښي)انسان سيمبولونه هم په مذهب اوهم په ليدنيو هنرونوکې کاروي.))شعري سېمبولونه ۱ـ۲ص شاعرې زمزمې دوييم بيت کې يې خپلې خبرې په څومره ښکلي مستانه انداز ځای کړې دي په دې ځای کې ترانه استعاره ده ترانه داصلي مانا نه په يوه بله مانا باندې بدله شوې. د استعارې اصطلاحي تعريف له مخې استعاره هغه لفظ ته ويل کيږي چې د مشابهت (ورته والي ) له امله د اصلي وضع شوې مانا نه پرته په بله مانا د قرينو د موجوديت په صورت کې وکارول شي استعاره يې بللی شو. په اخرني بيت کې چې مقطع ورته وايي زيات شمېر شاعران يې په ډېر ښکلي او هنري انداز داسې ښکلا ورکوي چې لوستونکي سره يو ډول تلوسه ملګرې کړي ترڅو ترپايه بيت ولولي او د لوستونکي ساړه جزبات راو پاروي. دلته هم زمزمه دوه ماناوې ورکوي،چې یوه يې دشاعرې نوم اوبله یې هم د اواز په مانا راغلې ده. لاندې بيتونه يې څه ښه سندريز شور لري:

د هجــــران تـــــورې تـــیــارې راتــــه رڼــــا کــــړه تـــــه رڼـــا شـــه لکـــه لمــــر شـــه را تـــه ګــــوره داسـې درد مـې کـړه چې هــروختـې تــا یـاد کـــړم نـــا عــلاجـــه یـــو پـــرهـــر شـــه راتــــه ګـــــوره د بېــلتـــون تـــورې لمبــــې را پســــــې راغـــلــې د رڼــــا د کلــــي غـــــر شــــــه را تــــه ګــــــــوره د ډیـــــوې غــــونـدې پــه نــه شمــال مــړه کیــــږم ای لـه ژونــد نــــه مــې خبـــر شـــه راتـــه ګـــوره ډېر کـــلـــو نــــو مــــې د غـــم روژې نیـــــولـــې د خـــوښــۍ پـــه نــوم اخـــتر شـــه راتــه ګــــــوره هرڅوک شاعر کيدای نه شي شاعر د يو ځانګړي شاعرانه خاصيت او ذوق څښتن وي،هره خبره يې شاعرانه وي او ان تردې ،چې خوبونه هم شاعرانه ګوري. زمزمه هم شاعرانه خوی او ذوق لري د دې له نوم هم جوتيږي چې د شعر خواږه يې د وجود په خټه کې اغږل شوي دي. وایي چې نامتو اديب (اډين )ته يو ځوان مراجعه وکړه او ورته ويې ويل :(( زه غواړم چې شعر ووايم،لطفا ماته لارښوونه وکړه.)) اډين ورڅخه وپوښتل:((آیا دشعر ويلو لپاره کومه مهمه مفکوره له ځانه سره لرې؟)) هفه په ځواب کې ورته وويل :((هو غواړم يوه مهمه مفکوره په نظم راوړم)) اډين ورته وويل :(( ځه بچيه ! له تا څخه شاعر نه جوړيږي!))دا خبره د مبالغې لپاره ويل شوې ده،خود هغو ځوانو شاعرانو لپاره ښه درس دی چې فکر کوي ښه شعر يوازې هغه شعر دی چې مهمه مفکوره پکې نغښتل شوې وي او يا شعار پکې راغلی وي کله ـ کله د يو شعر ښکلا د يوې کلمې په استعمال پورې اړه لري لکه په لاندې بيت کې د عکس کلمه د دوهم ځل لپاره: مابرفتم وعکس ما باقی است

ګردش روزګاربرعکس است

په يوه بل ځای کې بيا (اسماعېل نوري علا) د(H.Coombes)خبره رانقلوي: (ظریف ترین وبرجسته ترین افکار فیلسوفان،روانشناسان ومردم شناسان ونظایر انها صرفا باورود به شعر،شاعرانه نمې شوند.کسی که شاعرانه فکرمیکند خودش شاعر است.)(۹) محمد صديق روهي شعر پېژندنه ۴۰ص

پښتو ادب ته غزل له عربو راغی اکبر زمينداور د پښتو ادب په چم کې ورته ځای ورکړ ؛خو چې تر ترحمزه شينواري راورسېد نو پښتني رنګ يې ورکړ عشقي او تعزلې خبروسربېره نورې ټولنيزې خبرې هم پکې ځای شوې اوغزل يو ازاد فورم وګڼل شوچې تر اوسه هم په همدې رنګ کې چليږي. د اغلې زمزمې پاسنی غزل چې سندرېزې شور يې پيدا کړی دی د (ر) توري تکرار دی او دخوږې ژبې کارول يې ښې بيلګې دي. په پاسني دريم بيت کې درڼا د کلي غرد بيلتون له تورو لمبو سره د ضد او نقيص کلمو راوړنه نوې او په زړه پورې خبره ده دلته یې خورا ښکلې تشبيه کارولې ده دا ډول تشبيه مې ډېره خوښيږي په شعر کې د داسې تشبيهاتو راوړل شعرته ژبه او سا ورکوي. دا دهرشاعر ښه مهارت ګڼل کيږي چې په غزل کې څه ډول کلمات راوړي ،څه ډول کولای شي دشعر عاطفي اړخ ته پاملرنه وکړي ،څومره کولای شي ډېرې خبرې پکې ځای کړي او څنګه کولای شي يوه ښه موضوع او يو ښه پيغام په يوه ښکلي انځور کې ځای کړي اولوستونکو ته يې په ښه شکل سره وليږدوي. شاعر او کره کتونکی مصطفی باور ښه شعر د نګه مناره ګڼي او وايي که څوک غواړي دې دنګې منارې لوړ سرته ځان ورسوي نو له ملنګۍ اوعاجزۍ دې کار واخلي لکه رحمان بابا چې وایي : ځان ژوندی پرځمکه ښخ کړه لکه تخم که لويي غواړې د خاورو په مقام شه يا لکه حمزه بابا فرمايي: هغه ځای نکړې غلط چې ترې الوزي ته چې څو په پورته درومې ګوره ښکته

شاعرې لاندې بيتونو ته څه ښې پښتني انځورېزې جامې ور اغوستې او د ناوړو رواجونو هتکړۍ يې ماتې کړې دي،چې ورسره د خپلو احساساتو يوځای کېدو یې خوند دوه برابره کړی دی. اوښکې که مې لاړې اوازې به ترېنــه جـــورې شي سترګې که مې سرې شوې نندارې به ترېنه جوړې شي دومـره چــې دا ستـا د راتـــلو لارو تــه زه ګــورمه کاڼــو ته که وګـــورم اینـــې به ترېنــه جــوړې شي دا خــو مـې پــه زړه کې دي ساتلي ستا غمونه ټـول اه کـــه له خــولـــې وبـــاسـم لمبې به ترېنه جوړې شـي هره يوه خبره دې غزل غزل ته کرښه کړم ګورې به تل پاتې خاطرې به ترېنه جوړې شي لږ که مې هم ژوند کې د خـــوښۍ څه اثـر راغـی نو غــمه ستــا لاســو تـه زولــنې به ترېنه جــــوړې شي دا چــې د چا یاد کې کاغــــذونه تـــوره وې داســــې ګوره! زمزمې چې زمزمـــې به تـــرېنه جـــوړه شي شاعرې په دوهم بيت کې څه ښه نازک خيالي کړې ده ،کاڼې ته ليدل اوايينې ترې جوړول نوې او په زړه پورې شاعرانه خبره ده. د شعر د ښکلا لاروي نور الحبیب نثار په خبره د کېميا هنر همدې ته وايي چې له خاورو نه څوک سره زر جوړ کړي. په شعر کې د داسې کلماتو راوړل شعر پياوړی کوي اوهمدا دی چې شعر ژر د لوستونکي پر زړه منګولې خښوي. د دې قدرمنې اغلې شاعري چې له خوند او شرنګ څخه ډکه ده يوازينی ښه والي او علت يې هم د حسن تکرار قافيو کارول دي،چې کتاب يې په داسې بېلګو په پراخه پيمانه غني شوی دی.

داانځوريز بيتونه يې هم دستاينې دي: اغــزي اغـزي نظر دې ما پـه دې چم نـه خـوښـوي ځـم د وصـال ګــلان کـــــرمـــه د صحـرا پـــه لمـن د زمزمـې خـوښـي دې یـووړه په دریـاب نظــر کـې بـــــس تــمام عـــمر دې را پــرپـــښوده ژړا په لمن په دې بيتونو کې اغزي اغزي نظر خوندور ترکيب دی،دلته د اغزيو او ګلانو ترمنځ نږدې جوړښت يې په ښکلي شکل سره ترسيم کړی دی. په دوهم بيت کې هم شاعرې درياب نظر نوی ترکيب او په زړه پورې شاعرانه خبره کړې ده. زمزمه نه يوازې چې په عزل کې اوچت لاس لري بلکې د نظم د ماڼۍ په جوړولو کې هم دهنرمندې مهندسې په توګه شمېرل کيږي. دا اغلې راتلونکي ته د رڼا په سترګه ګوري او دوخت بدلون په نيک فال نیسي. دا هغو لټانو او تياره پلويو ته د رڼا په لور د هڅونې سندرې وایي کوم ،چې د تيارو ،وحشت او ناپوهۍ ځپلي اوله وېرې يې سر نه شي اوچتولی.

تـه بـه یې ګـــورې ،دا نړې بـه یې ګـــوري!

تـــل مـــې پــه دغـــه رټــــــــې تل په همدې راته کړې سپکې سپورې ښځــه مکتب،قلـــم کـتاب، څـــه کـــوي ښځه پیــــدا ده د خپل کـــور کـارو تــه

خــو پـــه دې نــــــه پــــوهـــېـــــــږې! زمــا پــه زړه کــې نــوې هیلــې دي شنـې زمـــا زړګـــــی پـــه دې وطـــن خــــوږيږي زما زړګــــی پـــه دې وطـــن سـوځـيـږي ترپايه ... ځينې بيتونه یې ډېر دردوونکي هم دي: هـغـه خو ښـه دی چې سـړی له یو جګ غـره ولـویــږي نـه چـې پـــه ژونـد کې د خواږه اشنـا لــه زړه ولـویــږي سـتـــا د نــامــې کــرښـــې به هغه وخت شي هېرې ترېنــــه

                       چــــې زمــزمـــــــه دې د دنــیا لـه ژونــــدانــه ولـــوېــــږي  

يالکه دا: کــه ستا په نــوم مې له وجـــوده زنــده ګي لاړه شــي بــــیابــه دې هـله د غـــرور دنـګه خــاني لاړه شـــي وخـــــته پــرموږ دې پــېـرزویــنه هغه وخـت مــنمه چـــې د مورکۍ ګــریوان مې وچ شي تباهي لاړه شي څنګه به هغه وخت له ژوند څخه خواږه را ټول کړې کـه زمزمــه دې له ژونــدون څخه بیخــي لاړه شـــي

په بل بيت کې له خپل تقدير ګيله منه ښکاري

تقدیره څنګه به دې خپل کړم څنګه لاس درکړمه تا چې خوښي ټـوله وېشله زه در یـاده نه شـوم

تاسو وګورئ شاعره خپل محبوب ته د خپل کلي خاموشې ښکلاګانې ور يادوي او د ښارونوپه غوغا کې ورته د ډوب نشې غږ کوي:
          د هــوسـونــو دنیــا یـــووړې د پیــمخـــو ښـــار تــه

د ښــار امیـل خـو ارزښـت نــه لـري لـونګــو مخ کـې د کرکې او دردونو په ښار کې د غم له سوداګرۍ ستړې شوې پـــه ارزانـــه هــر یــو درد پــه کـې مونــدی شــو پـــه یـــو داســې ښــار کــې تـــم یــــو زه او تــــه په اوسني دور کې چې د ښځو د تاوتريخوالي ګراف مخ په لوړيدو دی همدې ويرجنو حالاتويې په زړه کې ويرونوغوټې داسې سپړلې دي،چې د درد غمي يې د شعرد ښاپيرۍ په سترګو کې سترګکونه وهي. او د هرځل په ليدو سره داغمي لکه ساري ناروغي بل انسان ته هم انتقال مومي.

د بېلګې په ډول:

پښتو خو ما ته د قانون په څېر وه

دنیــــا تـــــــه راغــلــم ارمـــانـــونــــو ســــره یــو څـــو کلـــــونــــــــــه نـــاخـــــبره ومـــــه ژړا خنـــــدا را تــــه یـــــو شــان ښــکاریـــده څــــه پــــه ژړا څـــه پــــه خنـــدا بـــه ومـــه خبـــــــــره دا د مـاشـــــومتـــــــوب وه کنـــــه « « « کــــله چــــې لـویــه شــوم او پیغــله شــومـــه لـکــه چــــې بـل شــــانـــې دنیــــا تـــه راغلـم غمـــونــــه ډیـــروو، خــــوشحالــي لــــږه وه کلــه بـــــه پـــلار کلـــه بــــه ورور رټــــــلـم مـــا بـــه دا هـــرڅــــــــه پــــه خنـــدا تېــرول ما د پــــښتـــو قــــــانـــون همـدا ســې ګـڼــو ترپايه ... د اغلې زمزمې په شاعرۍ کې مې يوې ښيګڼې ته پام شو هغه داچې په شعر کې يې د خپلې ټولنې د عزت پولو ته په پوره مانا پام کړی دی. د پښتوادب په ډګر کې ځيني ښځينه شاعرانې لرو،چې د غربي مسلطو دودونو تر اغېزې دومره راغلې چې ځيني وخت ترې د خپل چاپيرچل اوپښتو معاشرې د عزت ستنې له بېخه باسي او دا کار د پښتني کلتور په زيان کې داسې رول لوبوي لکه د شګو ورخ اوبه یوسي. د ميرمن بهير غړې شاعره او ليکواله پاکيزه ارزو د دې په شاعرۍ کې د ښځينه وو احساساتو کارولو ته ځيره ده او د دې پر شاعرۍ راته غږيږي:

((هغه څه چې ما په دغو شعرونه کې محسوس کړي هغه ښځینه احساسات او شوخوالی دی. زمزمه جانه دغه شعرونه په ډېر جرت مونږ ته اوروي نه یې له شوخي څخه شرم خوري او نه یې په ویلو کې مکس کوي چې دغه ځانګړنه یې زما ډېره خوښېږي.))

د ارزو په وينا د دشعرد خوږوالي ترڅنګ ښکلي پیغامونه هم لري،چې دې په کم عمر کې د خپلې رواج پالې ټولنې او جنګ ځپلي هیواد له ناخولو څخه ډېر څه د شعرونو لپاره الهام کړي دي او بېرته یې د شعر په خوږه ژبه موږ ته را رسولي دي. د نوموړې په خبره له شر څخه کرکه او له انسانیت سره مینه هغه څه دي،چې په ښکلو الفاضو کې یې اوبدلي دي. لکه لاندې څوبېلګې يې: وایي چې یو انسان دې مړکړ، ټول جهان دې مړکړ دلته بې شمــاره مري ،ودانـه لا نــــړۍ پاتـــې یـــې!

زمزمې ښکاري، یې! د دې وخت د بدلون په تمه په دې حالاتو کې چې اوس هم لا موسکۍ پاتې یې همدارنګه دا بیت: دومره اورونـه دې کړل بل ځان دې هـم وسوځـــاوه زه دې قربان شم پرمختګ خو په لمبو نه راځي د ارزو په اند د زمزمې په شاعري کې د مینې برخه درنه ده اود انسانو ترمنځ مینه ناکې رشتې یې هم ښکلې انځور کړې دي: منم چې ته به یې مین خو دا به هم منې ته ډېر دې مین هم دي، جانانه لکه زه او زړه

ستا د نامې کرښې به هغه وخت شي هېرې ترېنه چــې زمزمه دې د دنـیا له ژونــدانه ولــوېـــږي يالکه دا : زموږ تقدیر که به په نوم د بدلون هم یو څه وي تل خوبه نه وي دا د ظلم تورې شپې زمزمـــې

ته چې هغه غواړې د دې خبرې دا معنا ده

                                     چې نه د ځان نه د پښتو پروا کوې زمزمې

ځوان نقاد طاير ځلاند د زمزمې شاعرۍ ته دیو نیک پال په سترګه ګوري او هیله لري چې دا لړۍ به لا وده ومومي. ځلاند وايي : داغلې زمزمې نیازۍ دشعرونو یوه برخه چې ما ولوستله نو په ذهن کې مې دهغې دشاعرانه وجود یو تصویر ترسیم شو . دځلاند په اند دهغې لفظونه شاعرانه دي،خیالونه یې دخپل سپيڅلي احساس هندارې ګڼل کيږي. طايرځلاند زياتوي: ((جذبات یې دانساني کراماتو نه ډک دي تر ټولو دخوښې وړ نکته یې په شعر کې ما دا پېدا کړه چې نوموړې دخپل ذات دیوې ورکې میرمنې په لټون ده کومه چې موږ سره دهغه د میرمنتوب پيژندګلو کوي.)) شاعره او ليکواله محموده تقوا د زمزمې شاعري په دې ښه ګڼي چې په شعر کې يې خپل سپيڅلي رسالت ته ډېر پام کړی دی. نوموړې د لرغوني يونان د پوهانو نظريې د بېلګې په توګه راخيستي دي چې د ښه هنري شعر د ليکلو روايت ترې کيږي: (( هر شاعر باید یو سپېڅلی رسالت ولري او خپله شاعري باید له مظلومیتونو نه د پردې اوچتولو له پاره ګوښې کړي .)) د محمودې تقوا په قول که څوک دا ونه کړي خپل شعر او احساس د معشوقې ستایلو ته ځانګړی کوي داسې ده لکه له کنډو څخه چې سپی لارویانو ته ورغاپي. د تقوا په خبره شاعران د خدای د مدرسې زده کوونکي دي نو باید د سپېڅلتیا درس ور کړي څو یې ټولنې ته هره هنري او خوږه وینا د کاڼي کرښه ووسي. تقوا وايي زمزمه هم د همدې مدرسې زده کوونکې او ښوونکې پاتې شوې د دې تر څنګ چې د شعر او شاعرۍ د هنر او ښکلا سیندونه یې د سپېڅلي بغاوت موجونه وهي ورسره شعر یې یو دردوند او منونکی پیغام هم لري. اغلې تقوا د پاکې ارزو د خبرې په تايید وايي:

((د زمزمې  په شعرونوکې مینه د مظلومیت او د محکومیت لمبې وهي،او دې هغه څه انځور کړي چې هرې پښتنې به دا درد په خپل زړه کې پټ ساتلی وي.))

استاد علم ګل سحر زمزمه يوه با جراته ليکواله او شاعره را پېژني او وايي دا هم کیسې لیکي او هم یې د شعر په ډګر کې د نوښت خوا نیولې ده. استاد سحر وايي:(( زمزمې په ډیر لږ وخت کې وکولی شول د افغان میرمنو شاعرانو په منځ کې خپل ځانګړی ځای پیدا کړي ددې لومړنیو شعرونو لا له ځانه سره د نوښت زیری درلود،باور دی چې په ادبي کړیو کې به له تاوده هرکلي سره مخ شي او زموږ په شعر یوه ښه زیاتونه یې بللی شو.)) د ده په باور د زمزمې په شاعرۍ کې د وقوع طرز ډیر برجسته دی او دې شي ددې شعر ته یوه ځانګړتیا ور په برخه کړې ده. زمزمه نيازۍپه خپل کتاب ( نه به هغه په دې لار راشي، نه هغه وختونه )کې پخپلو خبرو کې وايي چې زما شاعري نوې او ځوانه ده ښایي چې ستونزې به ولري. زما په اند که مطالعه زياته کړي ښايي چې د شعري ذوق قوه يې مخ په لوړيدو شي. زمزمه له عمره خامه ده د ژوند د پسرليو په تېرېدو به يې شعري ښکلا قوت ومومي او د شعر مينه وال به يې د زړه په تاخچو کې تل ياده ساتي. په پای کې اغلې زمزمې او د دې د شعر مينه والو ته د همدې ټولګې مبارکي وايم او لوی رب ج ته لاسونه لپه کوم چې د پښتو په ادب کې دې دا ډول نورې سپېڅلې پښتنې نجوني هم پيدا کړي چې د خپلو مينه ناکو شعرونو پر رنګونو د پښتو ادب لا رنګين او غني کړي. خپله ليکنه د کاروان صيب په دې شاعرانه وينا پای ته رسوم،چې وايي:

غــزلې د زلمـــــو به څنګه وکـــړي غــــزونې کاروانه چې خپاره نه شي د نجونو کتابونه

قلم يې تاند او دپوهې چينې يې روانې لرې ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اخځليکونه:

۱ـ بدر،صديق الله،د لونګو درېڅې ويبلاګ ۲ـ ځلاند،طاير.پښتو غزل تنقيدي جاج،لومړی چاپ،دانش مطبعه پېښور۱۳۹۰ ل ل. ۳ـ ليوال،عبدالغفور.شعري سيمبولونه د چاپ نوبت دویم،دانش خپرندویه ټولنه۱۳۹۰ ل ل. ۴ـ روهي،محمد صديق. شعر پېژندنه لومړی چاپ، صمیم ادبي ټولنه کابل ۱۳۸۵ ل ل. دویم چاپ میهن خپرندویه ټولنه ناصر باغ روډ ۱۳۸۹ ل ل. ۵ ـ نيازۍ،زمزمه. (نه به هغه په دې لار راشي، نه هغه وختونه) مصورخپرندويه بنسټ ۱۳۹۱ ل ل چاپ چارې مومند خپرندويه ټولنه ـ ننګرهار

Start a discussion with Hayatullah Mangal

Start a discussion